تفصیل | ډیلې شهادت 

7th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

شهید احمدی دحزب اسلامی د دوه جهادونو قوماندان

2020-03-14

شهید الهاج محمد عمر احمدی اصلی نوم محمد عمر الحاج شهید محمد عمر« احمدی » د مرحوم محمد طاوس ځوی او د محمد طالب لمسی د کاپیسا ولایت د تګاپ ولوسوالی د نوروز د قریی او سیدونکې مورنی ژبه یی پښتو په قوم صافی په کال 1339 هجری شمسی کی زیژیدلي دۍ اوپه کال 1340 هٔش کی د غازی عثمان خان په لمړني ښونځی کې داخله واخیست اوپه کال 1348 هٔش کی دنوموړي ښونځی څخه په ممتاز درجه خپل د فراغت سند تر لاسه کړه او دخپل لیاقت په وجه د وخت د معارف لخوا تخنیک ثانوی ته قبول شو او په کال 1351 کی دتخنیک ثانتوی څخه فارغ اوپه ستره محکمه کی د برق د انجینر په حیث مقرر شو د لږی مودی وروسته بیا د نغلو د بريښنا په فابریکه کې د انجینر په حیث وظیفه اجرا کوله .تر څو د کمونستانو راتګ او دروسانو په مستقیمه مداخله افغانستان اشغا ل شو ښاغلي الحاج شهید محمد عمر احمدی د خپل اسلامی مسئولیت په بناء خپله وظیفه پریښوده او په کال 1357 کې یی دهجرت لا ر غوره کړه پاکستان ته یی هجرت وکړ او د حزب اسلامی سره چی مخکی یی ورسره ښی اړیکې در لودی بیعت یی وکړ او دحزب اسلامی د رهبر حکمتیار صاحب تر قیادت لاندی په همدی 1357 کال د حزب اسلامی د مخلصو مجاهدینو سره کنړ ته لا ړه او هلته په کنړ کی د حزب اسلامی د مؤمنو مجاهدینو سره د جهاد په ګرمو سنګرونو کی مستقیماً برخه واخیست او په کال 1358 کې د ګوتو په شمار د منطقی د تګاب ولسوالی د څو کسانو مخلصو مجا هدیونو سره د تګاب و لسوالی ته ور داخل شو او دتګاب د علما وو او ښو با ایمانو شخصیتونو سره شهید الحاج محمد عمر احمدی ملا قاتونه وکړل او هغوی یی جهاد ته دعوت کړل او دتګاب په ولسوالی کې یی ښکاره د کمونیستانو د رژیم پر خلاف د منطقی خلک جهاد ته را وبلل او جهاد یی شروع کر په ټول سمت شمال ولایتونو کې لمړني ولسوالی د تګاب وه چې شهید الحاج محمد عمر احمدی په کې داخل شوه او دکمونستانو پر خلاف یی د جهاد اعلان وکړ او جبهه یی خلاصه کړه او په تګاب ولسوالې کی د مجاهدینو لپاره مرکزونه جوړ کړل تر ځو ددغه مرکزونه څخه د سمت شمال ولایتومجاهدین په خپل ولا یتونو کې فعالیت وکړی همغه وه چې د سمت شمال ولایا تو مجاهدینو د تګاب ولسوالی مر کز څخه خپل فعالیت شروع کړه او خپلو ولا یتونو او ولسوالیو کې جهاد شروع شوه دغه ابتکار د شهید الحاج محمد عمر احمدی وه .. شهید الحاج محمد عمر احمدی نه تنها چه یو مجاهد شخصیت وه بلکه په تعلیم او تربیه کې تر هر چا ماهر وو د جهاد تر څنګ یی د تګاب په ولسوالی او اله ساي په علاقه کې د کمونیست رجیم د ساحی څخه لری په هر مسجد کې یي د دینې علو مو لپاره استادان مقرر کړل تر څو د منطقې د مجاهد ولس بچیانو ته د ینی زده کړه ورزده کړی او هم یې ابتدائې او متوسطی جوړ ی کړی او دلنډی مودې وروسته چه د تګاب ولسوالی د مجاهدینو په لاس فتحه شوه یوه ښه لیسه جوړه کړه چه د شهید محمد عارف لیسی په نامه یادیده . دشهید محمد عارف لیسه ډیره ښه لیسه او ښه با تجربه استادان درلوده او شهید الحاج محمد عمر احمدی هم په کې دنهضت اسلامی درس ورکولو او دلیسی د استادانو څخه او هم د شاګردانو څخه پوره با خبره وه ان تر دی چه د شهید محمد عارف احمدی د لیسې څخه د نجیب د کمونیست رجیم د سقوط سره سم د لیسې شاګردان فارغ او د ننګر هار پوهنتون ته یې د کانکور امتحان ورکړه او په اعلی نمرو کامیاب او پو هنتوون کې شامل شول شهید الحاج محمد عارف احمدی په لنډ وخت کې ښه نظامی قوماندان او مجاهدین تر بیه کړل په کال 1360 هجری شمسی کی د الله په مرسته او کمک داله سای علا قه داری د مجاهدینو په لاس فتحه شوه او دمجاهدینو په لاس ښه غنیمتونه ور غلل او په کال (1364 ه‍ ش) کې یې د مجاهدینو د زیاتو عملیاتو او جنګونو په نتیجه کې او دالله په مرسته او کمک د تګاب و لسوالی هم د مجاهدینو په لاس فتحه شوه په دغه وخت شهید الحاج محمد عمر احمدی د کاپیسا ولایت نظامی قو ماندان او هم د فتح د جبهه ( د تګاب او نجراب ) عمومی مسئول وو د تګاب و لوسوالي د فتحې لپاره مجاهدینو په دغه ولسوالی دیر زیات عملیات وکړل او ډیر ښه مجاهدین په دغه عملیاتو کې شهیدان شول او دافغا نستان ګوډاګی رژیم دروسانو د لښکرو سره يو ځای ددغه ولوسوالی ددفاع په خاطر څو ځله قواوی لښکری راولږلی خو د الله (ج) په مرسته او کمک او د الحاج شهید محمد عمر احمدی په قومانده د تگاب مؤمنو او مخلصو مجاهدینو د ښو عملیاتو او قربانیو په تنیجه کې د افغانستان کمونست رژیم او د روسانو لښکریي په مکمله توګه وسوځیدلې او جسدونه یي هم د دښمن په لاس نه ورتلل . د شهید الحاج محمد عمر احمدی نه د یوی قوی په هکله چا پوښتنه و کړه چه د ننگرهار څخه تگاب ته راتله او د ټا نکونو او توپونو او د مهماتو بار موترو تعداد یی دومره زیاتو و چه په دری شپو او ورځو کې تگاب ته داخل شوه او په تگاب کې هم ورسره حکیم آخند زاده چه د حرکت قوماندان او د کمونستا نو رژیم لخوا ورته د جنرالی مډال هم ورکړل شوی و امرالله صالح چه د جمعیت قوماندان و ملګری و چه د حزب اسلامی مجاهدین یعنی حاجی صاحب احمدی تاسوته د دغه قوی اطلاع یا خبر د قومانده درکړ یې وه . شهید احمدی صاحب ورته وویل هو کومه قووه چه د کابل ځخه راغلي وه او د الله (ج) په مرسته او د مجاهدینو د عملیاتو او قربانیو په نتیجه کی مکمله او سوزیده د ننگرهار د یوولسمی فرقی قوماندان ماته یو خط راولیره د خط مضمون یی داسی وو چه کومه قووه د کابل نه تگاب ته درغلی وه د هغې قووی قوماندان ډیر کمزوری وو اوس زه د خپل عسکری (قووی) سره تگاب ته درځم یا د قووی د راتگ څخه مخکی تسلیم شه او یا د تگاب څخه بل کوم څای ته لارشه او که داسی نکوي نو بیا ځان برابر کړه زه د خپل عسکر سره تگاب ته راځم مقابله او جنگ ته تیار شه شهید احمدی صاحب وویل چی کله می خط ولوست د قوم سپین ږیری او علمایې راوغوښتل او د خط مضمون می ورته ولوست بیا مو ورته وویل چه هر یو خپل خپل نظر ووایي د قوم سپین ږیرو او علماو په دیر زیات ټینگار سره وویل چه حاجی صاحب لمړي ته خپل نظر و وایه مونږ به ستاسو نظرواورو بیا به خپل نظرو وایو شهید احمدی صاحب وویل چه ما خپل نظر داسی وویلو چه د منطقی خلکو ته به د قووی د راتک سره سم اعلان د هجرت وکړو منطقه به د خلکو څخه خالی کړو او د دښمن مقابلی ته به ودانگو سپینگیرو او علماو زما خبره په گډه (جمع) بدرگه کړه وی ویل چې مونږ هری قربانی ته تیار یو چه دوهمه شپه می نظامی قوماندانانو سره مجلس وکړ هغوی ته می هم وویل چی د غسی خط د جلال آباد د فرقی قوماندان رالیږلي ستاسو څه نظر دی ټولو په گډه وویلې چې مونږ د اسلام هیواد او ولس دښمن سره هری مقابلی ته چمتو یو فیصله مو وکړه چی خط راوړونکی ته ووایو چې قوماندان د فرقی ته ووایه چې د ښه زور سره دی راشه چی په زړه کی دی کوم ارمان پاتی نشی همداسی مووکړل او خط راوړونکی مو رخصت کړ په دغه وخت کی زما فامیل پیښور کی وه د هجرت شپی تیرولی سهار وخته چی د فامیل پسی پیښور ته جواب ولیږلو چی عاجل تگاب ته راشی هغه وو چی فامیل مو تگاب ته راغی فامیل مو ځکه راوغوښتو چې څوک دا و نه وایی چی فامیل یې نشته په نورو کورنیو چې څه تکلیف وی په هغی د احمدی صاحب څه همغه وو چی د روسانو په شمول د کمونستانو قووه په دری شپو او ورځوتگاب ته داخل شوه خلک مهاجر شول ا د حزب اسلامی مجاهدینو جنګ شروع کړه د لږ مقاومت څخه وروسته قووی اور واخیست پخپله قوماندان فرقی ولسوالی ته وتیښتدلو او قووه مکمله وسوځیدله او د فرقې قوماندان بیا د ولسوالی څخه په څرخی طیاره کی لاړو چې تر نن پوری ورک دی. د ناتو خلاف جهاد د ناټو خلاف جهاد ته شهید الحاج محمد عمر احمدی په عملی توګه ځوانان تربیه کول او د افغانستان مختلفو ساحو ته یی د اسلام د دښمن ناټو په خلاف جهاد ته لیږل په (۱۳۸۶ ه‍ ش) پخپله هم لمړی لغمان ولایت د ګروچ ساحه ته داخل شو هلته یی مجاهدین په منظم ډول جوړ کړل بیا د هغي ځای څخه د کابل ولایت د اوزبین او یخ ډنډ ساحه ته لاړو. هلته یی مجاهدین منظم کړل بیا د څه مودی وروسته کاپیسا ولایت تګاب ولسوالی چې پلرنی ټاټوبی یې وو لاړ په تګاب کې چې د ولس سره ډیره ښه مینه لرله ولس یی ورته ښه هرکلي وکړ هلته یی جلسې دایر کړیی د قومې مشرانو او علماءِ کرامو په شمول ټول ولس جهاد کولو ته لبیک وویل بیایی اله سای ولسوالی ته سفر وکړ هلته یی هم تو د هرکلی وشو د امریکایی فوځ مشران چی پوه شول چی د شهید الحاج محمد عمر احمدی به نوم د حزب اسلامی یو مشهور آمر تګاب ته راغلی چه په پروان ، کاپیسا ، لغمان او کابل کې ښه مینه وال لری او په جهاد کی ښه تجربه لری او د مختلفو ولایتونو څخه ورته مجاهدین ورځی د هغه څخه د جهاد مشوره اخلی او بیعت کوی ډیر زیات ورخطا شول او د خپلو جاسوسانو په همکاری یی په احمدی صاحب چاپی واچول او په بگرام کی د امریکایی قوواو قوماندان په شهید احمدی صاحب د پنځی میلونه (5000000) امریکایی ډالرو انعام کیښود که چا یې ورته صحیح ځای وروښود هغه وو چی په ۱۳۸۶/۱۲/۲۱ د شپی لخوا په 3:45 دری بجیو او پنځه څلوویښت دقیقو کی د جاسوسانو په همکاری په نښه شو او د ډرون طیاری څخه ورباندی بمبارد وشو د خپل خوره یه ئی یعنی د همایون شهید او حبیب الرحمن شهید په شمول دوی دری کسان په شهادت ورسیدل. انا لله و انا الیه راجعون. الحاج محمد عمر احمدی شهید , همایون شهید , حبیب الرحمن نه الله (ج) دی تولو شهادت قبول کری (آمین) د شهادت نیته : ۱۳۸۶/۱۲/۲۱


واپس



اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

7th July, 2020