تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

الحاج قومندان ضابط محمد ولي مجاهد رحمه الله سوانح

2020-04-11

ارواښاد الحاج قومندان ضابط محمد ولي مجاهد د شهيد امير ګل زوى چي په کال 1325 هـ ش کي د ميدان وردګو ولايت د نرخ ولسوالۍ د دادل قريي د نو آباد کلي په يوه مجاهده او دينداره کورنۍ کې نړۍ ته سترګي را وغړولي او په کال 1331 هـ ش کې د نرخ ولسوالۍ د کريمدادو په ابتدائيه ښونځي کي شامل شو او په کال 1338 هـ ش کي له نوموړي ښونځي څخه په عالي درجه فارغ شو چي نوموړي ښونځي اوس د شهيد صابريار په ليسه شهرت لري او په کال 1339 هـ ش کي په حربي ښونځي کي شامل شو او له دوو کلو وروسته بيا په 1340 هـ ش کال کي د مرغومي (جدي) مياشت کي له حربي ښونځي څخه په لومړي درجه فارغ او په استحکام غونډ کي د معتمد داعشه په حيث د خورد ضابط مقررشو او په کال 1352 هـ ش کي د سردار محمد داود خان د کودتا په وخت کي د دريم بريدمن رتبي ته ترفيح واخيسته او په کال 1357 هـ ش د نور محمد ترکي د کودتا په جريان کي تقاعد ته سوق شو او په کال 1358 هـ ش کي د شوروي اتحاد د سرو لښکرو په وړاندي د سپيڅلي جهاد ډګر ته ور ودانګل او خپله مبارزه يي پيل کړه او په همدي کال 1358 هـ ش کي د نرخ ولسوالي کي د حزب اسلامي سنگر حق جبهي د نظامي شورا غړي او په څنګ کې د عالي شورا عضويت هم درلود او په کال 1360 هـ ش کي د حزب اسلامي افغانستان د سنګرحق جبهي عمومي قومندان وټاکل شو چي په ميدان وردګ کي د شوروي اتحاد د سرو لښکرو په وړاندي يو لوی سنګر ٶ او بلاخره په کال 1370 هـ ش کي د ورپيښي ناروغي له امله د 45 کلو په عمر له دي فاني دنيا نه د تل لپاره سترګي پټي کړي او د الله تعالئ (ج) حق ته يي لبيک وويل (انا لله و انا اليه راجعون) روح يې ښاد، ياد يې تل او جنت الفردوس يې په برخه.




واپس



اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020