تفصیل | ډیلې شهادت 

7th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د شهيد قاصى صاحب ګل محمد پيژندنه

2020-05-09

شهيد قاضى صاحب ګل محمد"ستانکزى" د محمد دين زوى چې په کال 1324 ه ش کې د ميدان وردګو ولايت دنرخ ولسوالى توکرک قريى دملاجلال بابا کلى په يوه مجاهده او دينداره کورنى کې دنياته سترګې راوغړولى او په کال 1332 ه ش کې دسيمى په ښوونځى کې شامل شو او په کال 1341 هـ ش کې دنهم ټولګى څخه په عالى درجه فارغ شو او په کال1343ه ش کې په کابل حبيبيى ليسه کې شامل شو په کال1345ه ش کې دحبيبي ليسى څخه په عالى درجی بريالى شوه او په کال1349ه ش کې دکانکور د ازموينى په بنسټ دکابل پوهنتون شريعاتو پوهنځى ته بريالى شو دپوهنتون ټوله دوره کې له ښونمرو برخمن وو چې په دوام يى په 1352ه ش کې دفراغت سندخپل کړ دانو هغه وخت وه چې دافغانستان په ټول حکومتى سيستم کې دوخت شوروى اتحاد کمونيستى پليتى عقيدى نفوذ کړى وو نو دا چې قاضى صاحب ګل محمد يو دينداره شخصيت لاره په عدلى اوقضايى ارګانونو کې دژور فساد له کرکې دندى ته زړه ښه نه کړغوره يى وګڼله چې بيرته دحبيبى عالى ليسه کې سمدستى دښوونکى په دنده وګمارل شى هغوچې قاضى صاحب ګل محمد سره پيژندګلوى لرله نقل کړى چې نوموړى دښو اخلاقو خاوند غيرتى ضمير او تذکيه نفس خاوند وو چې ورته پرګرام يى دنصايحو له لارى په ټولنه کې عملى کولو دکمونست رژيم اوعقيدى سخت مخالف وو ځکه يى داخوان المسلمين له اسلامى مفکورى متاثروو نو په دغه ډول يى داسلامى نهضت په جوړښت خپلو همفکره ملګرو سره دهيواد په پټه اړيکه فعاليت لاره او په دغه ترتيب شهيد قاضى صاحب ګل محمد دعبدالرحيم نيازى ترقيادت لاندى داسلامى نهضت يوله سرلارو ياديده شهيد قاضى صاحب ګل محمد په خپل کلى کې ددستانو په مرسته نوی ځوانان سره منسجمول او په دغه مبارزه کې رنګا رنګ ننګونو او تهديد سره مخ شوى هم وو چې په جريان کې يى دکورنى او دندى له ځايه نادرکه شو دنظامونو په تغير او دثور(غويى) کرغيړن انقلاب په تيريدو يى(7) کاله کورنى دجدايى رنځ وګاله چې دمجاهدينو ترغلچکى شورش اوحضورسره يى دمرموزشهادت څرک ولګيده هغه داسى چې کورنى ته يى دشپى په مهال ناڅرګندو افرادو دمجاهدينوله ادرسه اطلاع ورکړه چې ګواکې قاضى صاحب ګل محمد په کال1353ه ش کې دپنچشيردره کې دوخت حکومت له خوا شهيدکړى شو چې بياڅه موده وروسته دشهید يو انځور او پيژندليک دحزب اسلامى په يوه مجله کې هم خپور او په غږيز ډول دمجاهدينو ليکوته دځوانانو دجلب جزب په منظور يوه ترانه هم دشهيد قاضى صاحب ګل محمد په نوم دکسټ په بڼه سنګرونو اوعامه ځايونو کې وغږول شوه دشهيد قاضى صاحب ګل محمد په نوم دا مهال دنرخ په ولسوالى دتوکرک داسمعيل خيلو دقريى ښوونځى او دميدان ښار يو پارک په رسمى نومونو ياديږى انالله وانااليه راجعون روح شاد ياد تل وى




واپس



اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

7th July, 2020