تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

شهید جلات خان رحمه الله

2020-06-01

شهید جلات خان د مرحوم محراب الدین زوی د مرحوم قیام الدین لمسی چی په ۱۳۴۶ کال د لغمان د مرکز اړوند د شمټیو د قریی د میرحسن دبیلی په کلی کی په یوه دینداره کورنی کی زیږیدلی وه، د وحشی روسانو د یرغل سره سم یې کورنۍ پاکستان ته هجرت وکړ د جهاد مينه يې په زړه کې وه، لږ وخت نه وروسته د سپیڅلی جهاد مقدسو سنګرونو ته په شوق او جذبې سره راغی د روسانو تر کاملی ماتې او وتلو پورې د جهاد په سنګرو کې پاتې شو د روسانو تر وتلو وروسته یې خپل عادي ژوند پیل کړ شهید جلات خان تر اووم ټولګی پورې د روښان په عالي لېسه کې زده کړې تر سره کړی وی خو کله چې په هیواد صلیبي یرغل پیل شو شهید جلات خان ته دده قوي ایمان او د خپلواکۍ ژوندی احساس اجازه ور نه کړه چی په کور کیني یو ځل بیا یې په داسې حال کې چې ږيره یې سپینه وه د صلیبي لښکرو په ضد هماغه ټوپک را واخیست چې روسان یې پری شړلی ول څلور کال یې په مخفي ډول په صلیبی مرکزونو بریدونه کول بالاخره نوموړی شهید تر افشا کیدو وروسته په علني توګه د جهاد سنګرونو ته ولاړ په ۱۳۹۳ کال د ثور په ۲۱ نیټه په داسې حال کې چې د امريکايانو بيز د راکټ مرمی توغولی د ګلارام په سیمه کې د بې پيلوټه امریکایی طیارو له خوا په نښه او د دوه تنو ملګرو سره یو ځای په شهادت ورسید، انا لله و انا الیه راجعون، د شهید جلات خان څخه لاندی اولادونه یتیمان پاتې دي.

۱ ـ ثناءالحق ۱۰ کاله عمر.

۲ ـساریة ۸ کاله عمر.

۳ ـ نازله ۶ کاله عمر.

۴ ـ زوجه یی ۴۰ کاله عمر.




واپس



اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020