تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د دوو جهادونو اتل مجاهد او مبارز انجنير محمد صديق

2020-06-09

احمد الله عاطفي

 

إِنَّا لِلَّهِ وَإِنَّا إِلَيْهِ رَاجِعُونَ .

اللهم أرحمه و أغفر له و أجعل الجنة مثواه ...

په خواشینۍ مو خبر تر لاسه کړ چې داسلامي نهضت یو بل ځلاندی ستوری، (مولوي، علامه، مقرر، خطیب، معلم، مدرس، قاري،انجنیر، مدبرسیاست پوه او بابصیرته شخصیت محمد صدیق) هم په ظاهري بڼه د دنیاوي ژوند له مداره پریوت.

محمد صدیق دلغمان ولایت د مولوي صاحب مرحوم  زوی و چې په مولوي صدیق او انجنیر صدیق ئې شهرت درلود، خو ده په خپله به دنوم له پیوند سره مسلم جمله لیکله او خوښوله.

ددې مبارکې کورنۍ اکثره نارینه غړي له دې وړاندې په ځوانۍ کې په شهادت رسیدلي.

محمد صدیق مسلم دلوړو دیني او عصري تعلیماتونه برخمن و.

دهیواد دملي لوبډلې(وليبال) په اتلولي کې برخه درلوده.

دژوند ډیره ګرانه او دځواني عمر ئې په بندیخانو کې تیر شو.

 دی دیوې با ارزښته تبادلې په صورت کې چې له روسانو سره تر سره شو له بنده ازاد او په مسلحانه جهاد کې برخمن شو.

په داسي حال کې چې دامریکایانو داشغال په اوسني دور کې، دی دهیواد په لوړې اجرایوي څوکې کې دنده او فعالیت درلود، دامریکائې حرفوي قاتلانو(بلیک واټر) لخوا په ډیرې بیشرمۍ د ده کلی او کور(یکه توت) محاصره، دی، د ده ورور او میلمانه ئې لاس تړلي بندیان کړل.

 مور بي بي ئې حالت ونه شو زغملی چې کورته ئې نیواکګر راننوځي  ځای پرځای په شهادت ورسیدله.

 د بندیانو درک ، ځای او موقعت نه حکومت ته معلوم و اونه چا پوښتنه کولی شوه.

 بالاخره حکومتي ادارو کې د ده، خواخوږو دا معمی دیوي ناڅاپي حملې په ترځ کې رسوا او بر بڼډه کړه، بندیانو سره نور مظلوم بندیان چې دبلیک واټر په قید کې و ازاد شول .

حکومت او نیواکګرو له شرمه دمسئلې نه انکار وکړ ، خو دبلیک واټر مشر امریکائې صلیبي  محمکه کې په قرآن لاس کیښودو سره وویل چې په دي پروسه کې دولتي وزیران او لوړ پوړي امریکایان شریک دي، همدا دبلیک واټر مشر بیا روسي ته پناه یو وړه او هلته مړ شو.

د بیلک واټر دمشر په خبره له (۳۰۰) تنو څخه زیات افغانان ئې دالقاعدي سره په تړاو امریکایانو او ګونتنامو ته استولي ، چا چې اقرار کړی او او په زور ئې ورباندې تپلي و، چا چې مقامت کوو او خپل تړاو ئې له القاعدي سره نه منو  دهغو سترګې ، بډوډي ، زړه او نور غړي  ویستل او جسد ئې په تیزاب کې مهوه کوو.

دانجنیر صدیق او ملګرو انجام هم په یو دوه ورځو کې دنورو ورکو افغانانو په سرنوشت اخته کیده، خو الحمد لله دده باوري ملګرو افتخار او ویاړ وکړ، چې دی ئې له بنده ازاد او دبلیک واټر شرمونکي پروسه رسوی شوه.

همدا پروسه دانجنیر صدیق په نیولو سره رسوا او افغانان نور له دي وبا په آمان شول.

محمد صدیق خپل ټول عمر په صله رحمي او خواخوږي تیر کړ، داسي څوک به نه وي چې له ده ئې ښه خاطره نوي تر لاسه کړې ، په دې شرط چې ورسره لیدل کاته شوي وي.

 دده په هکله زما یاداشتونه دیو پلن او ضخیم کتاب دي.

 دده شهادت  د ده مبارکې کورنۍ ، خوا خوږو او ټول اسلامي امت ته مبارک.

 کورنۍ، خواخوږو او دوستانو ته ئې صبر غواړم، او دده برکتونو تر لاسه کولو امید او هیله.

السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته.

په درنښت.

 




واپس



اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020