تفصیل | ډیلې شهادت 

23rd January, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی

تفصیل

د شهید استاد عبدالقادر نیازی ژوندلیک

2018-12-10

 دمرحوم غلام قادر نیازی زوی په ۱۳۳۲ ه ش کال  دلغمان ولایت علینګار ولسوالی د نیازیو خواجه خیل قریی د پاچ خیلو کلي په یوه دینداره کورنۍ کې پیدا شوی.

په کال ۱۳۳۷ ه ش  کې د سنګر په مکتب کې داخل، چې ابتدایی او متوسطه دوره یې په همدې مکتب کې سرته ورسوله، چې وروسته بیا د لغما ن د روښان لیسه کې شامل او په کال ۱۳۴۹ ه ش کې له همدې لیسی څخه فارغ شو.

په ۱۳۴۹ه ش کال کې په تخار ولایت کې داستادی  دندی ته ادامه ورکړه،چې ددوه کلو دندی څخه وروسته دلغمان ولایت علینګار ولسوالی  دسنګره لیسه کې  داستادی په مقدسه دنده  بوخت و،۱۳۵۴کال کې شهید استادعبدالقادر نیازی او د ده ورور استاد محمد صابر نیازی دنهضت  اسلامی دنورو ورونو سره زنداني  شول،چې له ډیرو شکنجوڅخه وروسته الله تعالی نجات ورکړو،بیا دوه کاله وروسته  کابل ولایت ته تبدیل شو،چې په کابل ولایت کې یې دری کاله اړونده دنده مخته وړله.

دکمونستانواو روسانو  راتګ سره  سم یی  خپله دنده  پریښودله، او د روسانو په مقابل کې یې مقدس جهاد پیل کړ، چې هماغه وخت کې دلغمان مرکز دخیبر د جبهی دامر په صفت معریفي شو،چې بیا له هغی څخه ورورسته دوه،دوه جبهی يو خای شوی او دحوزی په نامه اعلان شوی، چې دغه مهال قومندان عبدالقادر نیازی درحمان حوزی امر په صفت معریغي شو.

په۱۳۶۶ ه ش  کال کې د شهید عبدالقادر نیازي کشر ورور قومندان محمد صا دق  نیازی چې دالبدر جبهی مربوط قومندان و، د دښمن دیو ځای پر ځای شوي ماین له امله په شهادت  ورسید.

کله چې دکمونستانو حکومت له منځه لاړو،دلغمان ولایت دشاروال په حیث مقرر شو، څوکاله یی دنده اجرا کړه،چې دطالبانو د حکومت راتګ سره پاکستان ته مهاجرشو

دطالبانو په دوران کې چې کله استاد عبدالله جان واحدي په شهادت ورسید، په پاکستان کې اهل رایه ورونه  دحزب اسلامي دفتر وغوښتل ،چې دامیر ولایت لپاره انتخابات ترسره شول، چې دغه مهال استاد عبدالقادر نیازی دلغمان ولایتي امر په صفت انتخاب شو.

کله  چې دطالبانو نظام سقوط وکړ، دحزب اسلامي دفتر په دستور استاد عبدالقادر اونور اهل رایه ورونه لغمان ولایت ته ولیږل، چې دغه مهال استاد عبدالقادر نیازی دقرغیو دولسوال په صفت معریفي شو،چې په خوا کې یی دلغمان ولایتي امر هم و

دری  کاله دندی څخه ورسته بیت الله شریف ته دحج فریضی د ادا کولو لپاره لاړ، کله چې دحج څخه راغی، ددولت شاه ولسوالي ته تبدیل شو چې په دولت شاه ولسوالي کې یی دوه کاله زیات او کم په  دنده بوخت و،چې  په ۱۳۸۴ ه ش کال کې له دولت شاه ولسوالی  څخه کور ته راروان و، دحمل په لسمه دپنجشنبی ورځ په یوه بجه دزرکمر په سیمه کې دهیواد او اسلام دښمنانو لخوا دیوکمین په ترڅ کې په مرموز ډول له دری قومندانانو سره، قومندان ملاعبدالرحمان،قومندان تور،قومندان قاري محمد اسرار سره په شهادت ورسیده

انالله واناالیه راجعون.

روح یې ښاد، الله تعالی دې دحقی لیاری ټولو شهیدانو سره جنتونه ورکړي ،دبدرله شهیدانو سره یی حشر نصیب شه،او یادونه یی ژوندي.




واپس



اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

23rd January, 2020