تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

غزل - پير محمد کاروان

2020-01-14

د نرګس پرخې یې و خوړې خمار شو

بلبلک زړګی مې واوره نغمه زار شو

 

وینم خوب که لمر د امن را ختلی

په چنار کې د چونچڼو چغ چغار شو

 

شین خالۍ مطربه غږ کوي د هی شه

سورکی اوښ په ربابونو باندې بار شو

 

لاروۍ سرینده ګوښې پاتې نه شوه

ورسره چې مل په لاره کې سِتار شو

 

د هُدهُد قصه رښتیا شوه سلیمانه

د بلقیسې په دیدن دې زړه قرار شو

 

د مودو مودو بیمار و معجزه ده

په یو دم کې روغ د مینې په انار شو

 

سره وموندل لاسونو ورکو ورکو

یو له ملا را تاو شو بل د غاړې هار شو

 

الوتکې له بمونو ډکې مړې شوې

له مریو نه راخلاص د موچې تار شو

 

ملنګ لاس را تېر د سولې په پیشو کړ

ځای په ځای کې زاره ترق د جګړې مار شو

 

اوس به مستې لوغړنې ټپې واورئ

د کاروان غزل ناره د یکه زار شو

 

۲۴ جدي ۱۳۹۸ هجري شمسي کابل



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020