تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

شعر - عبدالقادر خان

2020-01-19

په قیامت به وي دعرش تر سیوری لاندي

بادشاهان چي عادلان شي عدل کاندې

په هر قوم چي کرم د کرد ګار شي

سرداران به یي دینداره نیکو کار شي

ښه حاکم رحمت په خلقو دسبحان دی

بد صورت که دانسان لري شیطان دی

نښانه دخدای دقهر بد حاکم دی

چي هیڅ عدل انصاف نه لری ظالم دی

په هر لوري کاد ظلم لمبي بلي

پکی زړونه دعالم کا جلي بلي

که هر څو وطن شیرین وي خو یي پریږدي

چي یي چیرته آرام شي هورته لیږدي

ظالمان ځان و جهان لره بلا دي

هغه خوار شول چي په ظلم مبتلادي



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020