تفصیل | ډیلې شهادت 

18th February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

برلين: ترکيه د سيمې او ليبيا د نيابتي جگړو پر خلاف سوله اييز سياست ته دوام ورکوي

2020-01-21

د ترکيې تلويزيون وايي چې د ترکیې د ولسمشرۍ ماڼۍ  ویاند  ابراهیم قالن  وویل چې د برلین  سرمشریزه  په لیبیا کې  د اوربند  او  د نښتو د دریدو او سیاسي  حل لارې لپاره یو ډير  ښه  او مهم  فرصت دی، هغه ویلي دي چې د ولسمشر رجب طیب اردوغان  اغیزمنې او هر اړخیزې ډیپلوماسۍ  ترکیه  پدې بهیر کې په یو ډیر مهم  اکټور  هیواد  بدل کړی دی، ابراهیم  قالن دا څرګندونې د خپل ټویټر پاڼې له لارې کړي دي. هغه  په لیبیا کې د دوامداره اوربند  او سیاسي حل لارې د موندولو په خاطر پرون د جرمني په پلازمینه برلین کې د ترسره شوې  سرمشریزې په اړه  معلومات ورکړي دي، هغه ددې خبرې په ټینګار ویلي دي چې د برلین  سرمشریزه په اصل کې په لیبیا کې د دوامداره اوربند  ، نښتو د درولو  او سیاسي  حل لارې   په خاطر  یو ډير مهم  او حیاتي  فرصت  دی، د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان  اغیزمنې  او هر اړخیزې ډیپلوماسۍ  ترکیه پدې بهیر کې په یو ډیر مهم  اکټور بدل کړی دی، ترکیه  به تل  د نیابتي جګړو  پر خلاف  سوله ایز  او ساختاري  سیاستونو ته  دوام  ورکړي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th February, 2020