تفصیل | ډیلې شهادت 

18th February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

مونږ د کابل اداره منحیث حکومت په رسمیت نه پیژنو - ذبیح الله مجاهد

2020-01-22

موږ د کابل اداره د حکومت په صفت نه پیژنو او نه ورسره د حکومت په حیث خبري کوو البته د یو داخلی او افغان جهت په توګه لکه د نورو افغان جهتونو ورسره کینو او خبری هم ورسره کوو، د توافق وروسته به د امریکا سفارت یوازي د دیپلوماتیکو اړیکو لپاره پاته وي، موږ له امریکا سره سوله نه کوو بلکې د اشغال د اختتام توافق ورسره کوو سوله د افغانانو مربوط ده، له توافق روسته به دلته یوازی دامریکا سفارت د ډیپلوماتیکو اړیکو لپاره موجود وي او د هغې حفاظت به هم افغانان کوي، نه به امریکا دلته نظامي حضور ولري او نه هم استخباراتي په دی اړه چې څه نشریږی هسې افواهات او تبلیغات دی، ‏موږ د اشغال په صورت کې هیڅکله داخلي خبرې ته نه یو چمتو کله چې امریکایي اشغالګر له هېواده وشړو هغه که د خبرو له لارې وي یا د نظامي عملیاتو له لارې بیا به په داخلي مشکلاتو خبرې کوو او هلته هم موږ د کابل اداره په رسمیت نه پیژنو د یو افغان په حیث ورسره خبرې ته کینو.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th February, 2020