تفصیل | ډیلې شهادت 

18th February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

امريکا او پاکستان د افغان سولې او د کشمير مسلې په اړه خبرې کړي

2020-01-22

د بی بي سي تلويزيون د راپور له مخې د امريکا ولسمشر دونلډ ټرمپ او د پاکستان لومړي وزير عمران خان د سویس داووس کې د نړیوالې اقتصادي جرګې په څنډه کې سره کتلي اوپر سيمه ييز امنيت، د کشمير مسلي او د افغانستان د سولې پر بهير يې خبرې کړې دي.ښاغلي خان ويلي پاکستان سيمه کې د سولې ملاتړ کوي او په دې برخه کې به خپل رول ته دوام ورکړي .په هغه ویډیو کې چې د امریکا د ولسمشر ډونلډ ټرمپ او پاکستاني لومړي وزیر عمران خان د ناستې خپره شوې، ډونلډ ټرمپ پر سوداګرۍ او راکړه ورکړه او د هند او پاکستان ترمنځ پر اړیکو غږېدل مهم بولي.کله چې د عمران خان ته وار رسېږي، ډونلډ ټرمپ ته مخ اړوي او د افغانستان د سولې پر بهیر غږېدل تر ټولو مهمه مسله بولي. ښاغلي ټرمپ وايي "زه او د پاکستان لومړی وزیر به پر سوداګرۍ سره خبرې وکړو، پر نورو مسلو به هم خبرې وکړو چې سوداګري بېخي ډېره مهمه ده. موږ تر پخوا ډېره راکړه ورکړه سره کوو. موږ د پولو پر موضوع او د کشمیر پر مسله هم غږېږو چې د پاکستان د هند ترمنځ څه تېرېږي او موږ څه مرسته کولی شو. په یقین سره چې موږ به مرسته وکړو. موږ له نژدې تعقیب کړی او څارلی مو دی".دا درېیم ځل دی چې ښاغلی ټرمپ او عمران خان سره ګوري. ولسمشر ټرمپ عمران خان ته د ملګري خطاب وکړ. د پاکستان لومړي وزیر بیا د ولسمشر ټرمپ د وړاندیز د ځوابولو پر ځای- چې د پاکستان او هند ترمنځ منځګړیتوب ته چمتو دی- د افغان سولې پر بهیر او اهمیت لومړی وغږېد. عمران خان وايي "اصلي موضوع افغانستان ده ځکه امریکا او پاکستان پورې تړاو لري. له ښه مرغه موږ پر عین موضوع کې او په افغانستان کې له سولې سره دلچسپي لرو چې د حکومت او طالبانو ترمنځ خبرې په کراري ترسره شي. همدارنګه هند زموږ لپاره لویه مسله ده او موږ تل هیله لرلې چې امریکا پکې ونډه واخلي ځکه هېڅ بل هېواد یې نه شي کولی".پر افغان سوله د دوو مهمو هېوادونو د مشرانو خبرې داسې مهال دي چې د راپورونو له مخې د سولې لپاره د امريکا او طالبانو مرکچي ډلې د يوه تړون لاسليکولو ته نژدې شوې دي.څو ورځې وړاندې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر شاه محمود قریشي د امریکا متحده ایالتونو ته سفر وکړ چې پر سیمه ییزو مسلو له خپل امریکايي انډول سره وګوري.ښاغلي قریشي تېره اوونۍ په قطر کې هیله مندي وښوده چې د اسلام اباد په همکارۍ، د سولې د خبرو په مټ د افغانستان کړکېچ پای ته رسېدونکی دی.د طالبانو سرچینې وايي، استازي یې له امریکايي لوري سره د سولې د تړون پر لاسلیک او اړوندو مراسمو غږېدلي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th February, 2020