تفصیل | ډیلې شهادت 

18th February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

مهم ترین های امروز یکشنبه

2020-01-26

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

* ‏اجرایه رییس عبدالله ملګرو ملتونو کې د افغان ځوانانو د استازې، عایشې خُرم سره لیدنه کې، نیویارک کې د نوموړې له وروستۍ وینا څخه هرکلی کړی دی، عبدالله د نوموړې وینا د افغان ځوانانو رښتینی غږ بللی او د نوموړې د هڅو قدرداني یې کړې ده.په دغه ناسته کې کابل کې د آلمان سفیر هم برخه لرله.

* ‏د هرات ولایت چارواکي وایي چې په یاد ولایت کې د لومړي ځل لپاره د سیروم یوې کارخونې په کار پیل کړی دی. دا کارخونه د یو میلیون ډالرو په ارزښت د خصوصي سکټور له لوري فعاله شوې ده.

* ‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي د بلخ ولایت، بلخ ولسوالي په بوکه کلي کې د هوایي برید له امله د ښځو او ماشومانو په ګډون د ملکي وګړو پر مرګ ژوبلې خپله ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. کرزي یو ځل بیا یې پر متحده ایالاتو غږ کړی چې له تاوتریخوالي لاس پر سر شي.

* ‏غور کې اعتراض کوونکو په مرکز فیروز کوه کې د ولایت مقام په ګډون ټولې دولتي ادارې د اعتراض په توګه تړلې دي. دوی وایي، د ۱۳۹۹ کال لپاره بودجه کې لویو لارو او برېښنا برخه کې د دوی اړتیاوې په پام کې نه دي نیول شوې.

* ‏بهرنیو چارو وزارت د چین په ووهان ښار کې د مېشتو افغان محصلینو چې پر کرونا وایروس د اخته کېدو وېره یې موجوده ده،بېړنۍ ناسته کړې ده.د یاد وزارت سرپرست هارون چخانسوري اړوندو بنسټونو ته سپارښتنه کړې چې په چین کې له افغان سفارت سره په همغږۍ دې د هغوی رالېږدولو لپاره اړین تدابیر ونیسي.

* ‏تر اوسه هېڅ افغان پر کورونا ناروغۍ نه دی اخته شوی. په چين کې د افغانستان سفارت وایي چې په ووهان کې څلوېښت افغان محصلین شته دي خو تر دې دمه په دغه ناروغۍ نه دي اخته شوي او په وینا یې دوی ته د اړینو تدابیرو سپارښتنه شوې ده.

* ‏په بلخ ولایت کې په یوه هوایي برید کې د یوې کورنۍ اووه غړي وژل شوي دي. په بلخ ولایت کې ځایي خبریالان وایي چې په بلخ ولسوالۍ کې د طالبانو پر ضد عملیات روان دي او په همدې لړ کې هوایي ځواکونو تېر ماښام شپږ بجې ددغه ولسوالۍ په بوکې نومي کلي کې هوايي برید کړی دی.

* ‏سیاسیون طرح مصالحۀ ملی را برای پیشبرد روند صلح آماده‌ کرده‌اند.

* ‏عبدالله: ارگ ریاست‌جمهوری صلاحیت تصمیم‌گیری یک‌جانبه را ندارد، اما تصمیم‌های این‌چینی گرفته شده‌اند. بربنیاد توافق‌نامۀ ایجاد حکومت وحدت ملی، این حکومت تا اعلام نتایج نهایی انتخابات ریاست‌جمهوری ادامه می‌یابد.

* ‏عبدالله: کمیسیون‌های انتخاباتی باید به تمام شکایت‌ها رسیده‌گی کند وی همچنان افزود‏ که  صلح خواست همۀ مردم است و این روند نباید در انحصار ارگ باشد. صلح از هر مقام بالاتر است و نباید بخاطر چوکی و مقام از صلح هراس داشته باشیم.

*  ‏رییس‌جمهور غنی با راس ویلسون، شارژدافیر سفارت امریکا در کابل و جنرال اسکات میلر، فرماندۀ مأموریت قاطع دیدار کرد.

سخن‌گوی رییس‌جمهور، می‌گوید در این دیدار که پس از چاشت دیروز انجام شد، میلر دربارۀ سفرش به قطر معلومات داد و گفت در صورت پیشرفت روند صلح، خلیل‌زاد به کابل خواهد آمد.

* ‏مدیر حج و اوقاف ولسوالی پشتون زرغون ولایت هرات امروز کشته شد.

سیدمحمد شیرزادی، رییس حج و‌ اوقاف هرات افزون بر تأیید این رویداد می‌گوید که عبدالرحیم احمدی، مدیر حج و‌ اوقاف ولسوالی پشتون زرغون هنگامی که به محل کارش در حرکت بود، در مرکز این ولسوالی از سوی طالبان، کشته شده‌است.

* ‏برای اولین بار در افغانستان بخش تشخیص "دی ان ای" افتتاح شد، در شهر کابل کمپلکس، لابراتوارهای طب عدلی افتتاح شد و برای اولین بار در افغانستان، لابراتوار تشخیص "دی ان ای" آغاز به فعالیت کرد.

* ‏رسانه‌های فرانسه از ناپدید شدن سه فرانسوی عضو یک سازمان غیردولتی مدافع حقوق مسیحیان خاورمیانه، در بغداد خبر می‌دهند.

بر اساس گزارش این رسانه‌ها، هیچ اطلاعی از این سه فرانسوی که یک شهروند عراقی نیز همراه آنان بود، از روز دوشنبه گذشته در دست نیست.

* ‏امریکا به د افغانستان په بیا رغونه کې خپل ماموریت ته ادامه ورکوي. په کابل کې د امریکا د سفارت نوی شارژدافیر راس ولسن وایي، ده په افغانستان کې نوې خپله دنده پیل کړې ده او په دې موده کې یې له ګڼو افغان سیاستوالو سره لیده کاته لرلي دي.

* ‏ایران وایي شپږ سپوږمکۍ یې فضا ته د لېږلو لپاره چمتو کړې دي. د ایران د تکنالوژۍ وزیر وایي د سپوږمکیو د جوړولو چارې چټکې شوې دي او باید فضا ته یې د لېږلو چارې هم چټکې شي. دده په خبره همدا اوس شپږ سپوږمکۍ په تمامه مانا فضا ته د لېږلو لپاره تیارې دي.

* ‏هند په افغانستان کې د تېتسو ناکامورا د فعالیتونو په ویاړ هغه د هندي حکومت تر ټولو مهمه ملکي جایزه (پادما شري) ورکړې ده. دا په هند کې څلورمه ستره ملکي جایزه ده چې د بشردوستانه او عامه خدماتو په برخه کې فعالو او زحمتکشه خلکو ته ورکول کېږي.

* ‏د اسراییل لومړی وزیر بنیامین نتانیاهو وایي، د منځني ختیځ د سولې په اړه د امریکا طرحه هیله بښوونکې ده. نوموړي څرګنده کړې، داسې موقع په تاریخ کې یوازې یو وار راځي. نوموړي دغه راز زیاته کړې، اسراییل د یوې تاریخي شیبې په درشل کې دی.

* ‏په عراق کې شعیه وسله والې ډلې حزب الله یو ځل بیا د امریکایي ځواکونو پر ضد د عملیاتو خبرداری ورکړی دی.د یادې ډلې له لوري په خپرې شوې خبرپاڼه کې راغلي،دوی به نه یوازې په عراق بلکې ټوله سیمه کې د امریکا د شیطاني ځواکونو پر ضد عملیات یو ځل بیا پیل کړي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th February, 2020