تفصیل | ډیلې شهادت 

18th February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

مهم ترین های امروز دوشنبه

2020-01-27

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

* ‏طالبانو په رسمي توګه تایید کړې ده چې غزني کې ننۍ لویدلې الوتکه د دوی له خوا نسکوره شوې ده، طالبانو ویلي الوتکه د امریکا د استخباراتي ادارې اړوند وه او ټولې سپرلۍ یې وژل شوې دي.

* ‏حکومت کې سرچینو تایید کړې ده چې غزني کې سقوط شوې الوتکه په یوه قراردادي امریکایي شرکت پورې اړه لري،سرچینه وایي سیمې ته د پلټنې په موخه پلاوی تللی دی او ژر به جزییات په رسمي توګه اعلان شي.

* ‏ولسمشر غني د پاکستاني حکومت له لوري د پښتون ژغورنې غورځنګ د مشر منظور پښتین پر نیول کېدو ژوره خواشیني څرګنده کړې ده. نوموړي د بښنې د نړیوال سازمان د اعلامیې ملاتړ کړی دی او د پاکستاني حکومت دا عمل یې په کلکو ټکو غندلی دی.

* ‏د هېواد پخواني ولسمشر حامد کرزي نن په کابل کې د امریکا سفارت له شارژدافیر راس ویلسن سره تعارفي لیدنه کړې ده. د کرزي له مطبوعاتي دفتره د خپرو شویو معلوماتو له مخې، په دې لیدنه کې دواړو لوریو د سولې پر روانې پروسې او وروستیو سیمه ییزو تحولاتو خبرې اترې کړې دي.

* ‏د غزني ولایت امنیتي چارواکي وایي، په ده یک ولسوالي کې نسکوره شوې الوتکه د کوم بهرني شرکت اړوند ده. د غزني ولایتي ادارې وړاندې تر دې ویلي وو، نسکوره شوې الوتکه چې د اریانا افغان هوایي شرکت اړوند وه له هرات څخه کابل ته پر لاره ده یک ولسوالي کې له خپلې ۸۳ سپرلۍ سره رانسکوره شوې ده.

* ‏چین په افغانستان کې ثبات د ټولې سیمې د ثبات لپاره مهم بولي. په کابل کې د چین سفیر وانګ یو د ملګرو ملتونو له ځانګړي استازي تادامیچي یامامتو سره تېره ورځ ناوخته کتلي دي. نوموړي ویلي چې دوی د افغانستان د سولې له پروسې سره هر ډول همکارۍ ته تیار دي.

*  ‏د بهرنيو چارو وزارت وايي د چين په ويروس ځپلي ښار ووهان کې بند پاتې ٦٢ افغانان او محصلين به په نږدې ورځو کې هېواد ته را ولېږدول شي. د چين په ووهان او ځينو نورو ښارونو کې د (کرونا) په نوم وژونکي ويروس له امله تر اوسه ٨٠ کسان مړه او ٢٥٠٠ نور پرې اخته شوي.

*‏د امریکایانو د نوو غوښتنو له امله ښایي د سولې هوکړې لاسلیک وځنډېږي. طالبانو ته نږدې سرچینې وایي امریکا تر نهایي شوو مسایلو وروسته طالبانو ته د نوو مواردو وړاندیز کړی دی او له دوی یې غوښتي چې اوربند ته تیار شي او یا د تاوتریخوالي د کمولو موده وغځوي.

* ‏افغان سیاسیون وایي راتلونکې اونۍ د سولې لپاره یوه واحده طرحه وړاندې کوي. وړمه ورځ افغان سیاستوالو ګډه غونډه کړې وه او په هغه کې یې پرېکړه کړې چې د سولې پروسه به له انحصار خلاصوي او د سولې لپاره به یو واحد دريځ رامنځ ته کوي.

* ‏ولسمشر غني له امریکا غوښتي چې له طالبانو سره په ټول افغانستان کې پر اوربند توافق وکړي. ولسمشر غني په ارګ کې د امریکا له نوي سرپرست سفیر راس ولسن او په افغانستان کې د امریکايي او ناټو ځواکونو له عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر سره کتلي دي.

* ‏کمېسیون: د ۳۰۰ زره جنجالي رایو په اړه به تر راتلوونکو دوه ورځو پرېکړه وشي.

* ‏میرویس میرزکوال سرپرست شرکت هوایی آریانا در گفتگو با طلوع نیوز گزارش‌ها در باره سقوط هواپیمای این شرکت در ولایت غزنی را رد می کند و می‌گوید که همه پروازهای این شرکت به گونه عادی انجام شده اند.

* ‏وزارت امور داخله، فهرست نام‌های افرادی را پخش کردهاست که به‌گفتۀ این وزارت، در قضایای گونه‌گون جرمی به ویژه "قتل، چپاول‌گری، رهزنی و اخلال امن ونظم عامه در کابل، نقش کلیدی" داشته‌اند و زیر پیگرد قرار دارند.

از مردم خواسته شده‌است تا در بازداشت این افراد با پولیس همکاری کنند.

* ‏زلزله‌ای به بزرگی ۵.۴ حوالی شهر شیراز را لرزاند.  تیم‌های ارزیاب برای بررسی وضعیت به منطقه اعزام شدند.

* ‏معترضان لبنانی که مخالف تصویب لایحه بودجه ۲۰۲۰ هستند، با تجمع مقابل پارلمان این کشور به سوی نیروهای پلیس سنگ پرتاب کردند.

* ‏گروهی از حامیان حکومت ایران در اعتراض به موضع اخیر جواد ظریف مبنی بر امکان پذیر بودن مذاکره با آمریکا در صورت لغو تحریم‌ها، مقابل ساختمان وزارت خارجه دست به تجمع اعتراضی زدند.

* ‏محمدجواد ظریف، وزیر امور خارجه ایران در نشست هم‌اندیشی حفاظت از اموال فرهنگی ملت‌ها و میراث جهانی:

تهدید ترامپ برای نابودی مراکز فرهنگی و تمدنی ایران مصداق بارز «تروریسم فرهنگی» بین المللی است.

* ‏سخنگوی وزارت خارجه آمریکا در واکنش به حمله شامگاه یک‌شنبه به سفارت این کشور در بغداد به شبکه اسکای‌نیوز گفت: از ماه شهریور(سپتامبر) تاکنون ۱۴ حمله از سوی شبه‌نظامیان مورد حمایت ایران انجام شده است.

* ‏وزارت امور خارجه جمهوری اسلامی ایران، درباره واکنش‌ها به گفت‌وگوی اخیر محمدجواد ظریف، وزیر خارجه ایران با نشریه آلمانی اشپیگل، اعلام کرد که تاکید بر گفت‌وگوی ایران با آمریکا در چارچوب برجام ضرورت دارد.

* ‏د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو استازی له ایراني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې کوي. د راپورونو له مخې د یونما مشر تادامیچي یاممتو ایران ته تللی دی او هلته به په خپل دوه ورځني سفر کې له ایراني چارواکو سره پر افغان سوله خبرې وکړي.

* ‏د پښتون ژغورنې غورځنګ (PTM)مشر منظور پشتين د پېښور پوليسو نيولی دی. د پي ټي اېم مخکښ مشر او د قامي اسمبلې غړي محسن د دې خبر پخلی کړی دی.محسن داوړ د منظور پشتين د نیولو په اړوند ټيویټ کړی او ويلي يې دي منظور پشتين تېره شپه د پېښور په تهکال کې نیول شوی دی.

* ‏د عراق د الفتح ایتلاف مشر هادي العامري ویلي، امریکا په عراق کې د ایران د قدس ځواکونو پر مشر برید سره د یاد هېواد ملي حاکمیت ته سپکاوی کړی دی. هغه له الاتجاه شبکې سره په تازه مرکه کې ویلي، امریکا باید د عراق پارلمان وروستۍ پرېکړې ته په درناوي خپل ټول ځواکونه له یاد هېواده وباسي.

* ‏د امریکا دفاع وزارت ویلي چې په عراق کې د امریکا پر یوې پوځي اډې د ایران تر برید وروسته د ټپي شویو ۳۴ امریکایي عسکرو له ډلې د اتو هغو روغتیایي وضعیت د اندېښنې وړ دی. دا عسکر چې په عین الاسد هوایي اډه کې یې د ایران د برید پر مهال مغذي ضربه لیدلې وه اوس یې وضعیت نازک ښودل شوی دی.

* ‏ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه باجوړ کې په دوو چاودنو کې څلورو پاکستاني پولیسو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. ځایي پولیس چارواکو د پېښې پخلی کړی دی او ویلي یې دي چې په دې دواړو پېښو کې دوه پولیس وژل شوي او دوه نور سخت ټپیان دي.

* ‏د امریکا هوایي ځواک د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې امریکایي ځواکونو تېر کال پر افغان خاوره ۷۴۲۳ بمونه غورځولي دي. د خپرې شوې خبرپاڼې له مخې دا په تېرو څو کلونو کې پر افغان خاوره د غورځول شویو بمونو تر ټولو لوړ شمېر دی.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th February, 2020