تفصیل | ډیلې شهادت 

18th February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د مور د نړيوالې ورځ په مناسبت - فضل مولا توره کی

2020-01-28

کاش چې يو ځل بیا دنيا ته راشمه

مورې ستاپه غېږ کې راپيدا شمه

 

ستا د ځيګر پۍ بيا يوځل وڅښمه

بيا له خوښۍ تک شين په خندا شمه

 

بیا وکړم خاپوړې بيا قدم واخلم

ستا لمن ته لاس کړم په غوغا شمه

 

تا پسې پاپۍ پاپۍ روان اوسم

وايمه ابۍ ابۍ لګيا شمه

 

ته غېږ رانه تاوه کړې اوچت مې کړې

جوخت مې کړې سينې پورې پاچا شمه

 

ښکل مې کړې دګل په شانته بوی مې کړې

زه لکه طوطي شم په چغا شمه

 

ته مې په سېزنۍ باندې کلک وتړې

زه آزادي غواړم په ژړا شمه

 

بيا مې په رنجو سترګې را تورې کړې

زه دې دسپين مخ په تماشا شمه

 

بیا دالله هو خوږ ترنم کړې پېل

بیا په آللو للو فنا شمه

 

ستا غېږ کې مې يوسي فرښتې دخوب ما زانگو کې څملی چې هوسا شمه

 

بیاپه ورېښمين ټال باندې ټالۍ را کړې

بې خبر له دهر او ما فیها شمه

 

مورې اوس له خوبه راويښ شوی يم

هر خواته چې ګورم ورخطا شمه

 

مورې ستا وجود درحمت سیوری ؤ

ته چې رانه ولاړې اوس دچا شمه

 

گوره (توره کی ) له ځان ورک شوی دی

خدای خبرچې کله به پيدا شمه



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

18th February, 2020