تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د اقصی زخمي سينې ته - خالد حيدري

2020-02-03

د اقصی زخمي سينې ته ژاړي واړه تاريخونه

د ايوبي د راج دېره کې اوس حاکم سره لښکرونه

 

بلالي چيغه زندۍ شوه توحيدي ناره شوه بنده

د قدسي منبر د پاسه عمري قبه شوه ړنګه

 

د زمان دا جبري ځواک دی نړوي د عزم غرونه

ضميرونه چې ويده شي بربادېږي ارزښتونه

 

وهابيت که سلفيت دی رټ له عقله محروميت دی

د جنسي بېوزلو ځالې که عرب که يې فطرت دی

 

فلسطين په وينو سور دی دوی کوي شپنې بزمونه

د يهودو پرې عبور دی لوټوي يې ارزښتونه

 

عمري حماسه نشته ايوبي دبدبه نشته

نه ياسر العرفات شته چې ترې واخلي کساتونه

 

د مشرق د غيرت چيغه په مرګوني لاس خپه ده

ستر مختار مرګي اخيستی صدامي حماسه مړه ده

 

نه معمر القدافي شته چې لړزان کړي سياستونه

د واکيز ځواک حاکميت اوس څو مرېېانو ته ورپاتې

 

د دوبۍ قطر شېخانو او څو سعوديانو ته ورپاتې

د دیني ناموس دا کریغه څو موزیانو ته ورپاتې

 

راشه چیرته یې عمره!! چې کعبه درپسې خفه ده

ستا د عدل ټول خواستګار یو دا مو غږ دا مو ناره ده

 

راشه چیرته یې صلاحه!! چی د دین بار جنازه ده

عربان ټول عیاش شوي اسلامي نړۍ ویده ده

 

د خالد یاغي وجدان کې د رند شعر جذبه مړه

ساندې لیکلي ساندې وایي د خفګان پرې غلبه ده



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020