تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

افغان حکومت د کډوالو بېرته ستنولو طرحه جوړه کړه

2020-02-11

د بي بي سي تلويزون د راپور له مخې افغان حکومت "له سولې وروسته د کډوالو را ستنېدولو" په نوم طرحه جوړه کړې چې د ۲۰۲۰ او ۲۰۲۵ کلونو ترمنځ موده کې به پلې شي او له مخې یې د پنځه ميلیونه کډوالو د ستنېدو لپاره تابیا نیول کیږي، د کډوالو چارو وزارت چارواکي په روان کال کې د سولې هڅو بریالي کېدو ته هیلمن ښکاري او د څو تېرو کلونو په اوږدو کې د راستنو شویو کډوالو شمېر ته په کتو دوی تمه لري چې شاوخوا پنځه ميلیونه کډوال به په راتلونکو پنځو کلونو کې خپل هېواد ته ستانه شي، د دې وزارت ویاند عبد الباسط انصاري د بي بي سي خبریالې شازیه حیا سره مرکه کې وویل دا طرحه د سولې په برخه کې شویو پرمختګونو ته په پام د نړیوالې مرستندویه ټولنې او مرسته کوونکو هېوادونو سره په ګډه جوړ شوې ده، ښاغلی انصاري وايي نړیوالې ټولنې ورسره ژمنه کړې چې له ستنېدونکو کډوالو سره به مرسته دوام ولري. د کډوالو چارو وزارت ویاند وايي اوس ستنېدونکو کډوالو ته د ځمکې ویش لړۍ چټکه شوې او په کابل او هرات ولایتونو کې یې ویش پيل شوی دی، خو که د سولې هڅې هغسې چې تمه کیږي پایلې ونه لري نو بیا به ددې طرحې برخلیک څه وي؟ ښاغلي انصاري ددې پوښتنې په ځواب کې وویل: " دا پلان ډېر مؤثریت لري که سوله تامین هم نه شي نو نړیواله ټولنه مرستې کوي، خو امیدواره یو چې ژر تر ژره د سولې شاهدان اوسو، د افغانستان دوه ګاونډي هېوادونه پاکستان او ایران د افغان کډوالو لوی کوربانه دي، په پاکستان کې شاوخوا درې ملیونه او په ایران کې شاوخوا یو نیم ملیونه کډوالو میشت دي، دغو دواړو هېوادونو ته د کډوالۍ بهیر په افغانستان کې د سردار محمد داود خان پرضد له کودتا او افغانستان ته د شوروي اتحاد د پوځونو له راتګ وروسته پیل شوه، په ۱۹۹۲ کال کې د نجیب الله او په ۲۰۰۲ کال کې د طالبانو د واکمنۍ له ړنګېدو وروسته ملیونونه کډوال خپل هېواد ته ستانه شول، خو د جګړې د ډګر به تودېدو یو زیات شمېر بېرته کډوالۍ ته اړ شول، په تېرو څو کلونو کې اروپايي هېوادونو ته هم د افغان کډوالو لړۍ چټکه شوې، زرګونه افغانانو چې ډیر شمېر یې ځوانان و د ډېرو سختیو په ګاللو اروپايي هېوادونو ته مخه کړې. سلګونه کسانو په دې لاره کې خپل ژوند له لاسه ورکړی او زرګونه یې اروپايي هېوادونو ته په نیمايي لار کې ایسار دي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020