تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د محترم مشر انجنير صاحب حکمتيار د نن ورځی مطبوعاتی کنفرانس مهم ټکی!

2020-02-11

مشر محترم  د بهرنیو په لارښوونه د درملوګ په اشاره د بایومیټریک وسایلو ورک شوي. دا په هغو سیمو کې ورک شوي چې زمونو رایې په کې ډېرې وې نو د حل معقوله لار دا ده چې د قانون په اساس دې په دې محلولونو کې بیا ټاکنې وشي.

* شاید د طالبانو او امریکایانو ترمنځ توافق نږدې وي، په دې خبرو کې د جنګي غراماتو په هکله هم خبرې شوي.

* که ټاکنو کمېسیون زمونږ مشروع غوښتنې ونه مني نو د ټاکنو په اړه وروستۍ پرېکړه یې هم نه منو.

* مونږ هم اوربند غواړو، خو له طالبانو سره وخت له مخکې شرط نه غواړو او له طالبانو سره په خبرو کې اوربند غوښتنه لرو.

* د طالبانو دریځ دا دی چې له امریکا سره له توافق وروسته له افغانانو سره کښیني.

* د سولې په اړه مو طرحه وړاندې کړې او ښکېلو اړخونو ته مو سپارلې او خبریالانو ته یې هم سپاروو.

* سیاستوالو ته وایم چې د پردیو په مټ قدرت ته د رسېدو هڅه مه کوئ.

* هېڅوک افغانستان نشي تجزیه کولی، د ملي یووالي په کلکه دفاع کوو

* په شپږ زره محلونو کې دې بیا ټاکنې وشي او د ټولو هغو صندوقونو شمېره نه چې هلته د کاندیدانو د ناظرینو له ګډون پرته شمېرل شوي کنه نه نو د رایو پایلې نه منو.

* که د قطر خبرې ناکامه شي نو پړه به یی د امریکا په غاړه وي



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020