تفصیل | ډیلې شهادت 

21st February, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

سوله – عبد الباري جهاني

2020-02-13

وايی سوله به راځي ملک به ودان سي

سره خپل به د عمرونو دښمنان سي

 

فرشتې زرغونوي سوځلي کلي

د جنګونو د شیطان قصر به وران سي

 

را ستنیږي به د وینو سېل وهلي

چي په سیند کي پورته ږغ د جاله وان سي

 

محرابونه به موخپل جومات به خپل وي

پکښی پورته به د خپل بلال آذان سي

 

بیا به راسي په سېلونو بلبلکي

د لنډیو ږغ به پورته د باغوان سي

 

شور به ګډ په شالمار سي د زلمیو

ارغنداو به غاړي غاړي را روان سي

 

ږغ به وچ سي په کوګل کي د زاغانو

زهره چاودي به لستوڼي کي ماران سي

 

نه به ګرځي لېونی واسکټ په ښار کي

نه په حورو پسي ورک به ماشومان سي

 

دا وطن به خپل مالک ته تسلمیږي

شرمنده به د پردیو مزدوران سي

 

چي یو ږغ کړي د وطن په نامه پورته

زما دي وینه تر هغه زلمي قربان سي

 

پر یوه بیرغ به ټول سي اولسونه

چي راضي راڅخه روح د خوشحال خان سي

 

په اتڼ به سي ور ګډ د څڼورو

جهاني به له لکړي سره ځوان سي.

 

د ۲۰۲۰ کال د فبروري یوولسمه



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

21st February, 2020