تفصیل | ډیلې شهادت 

14th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

مسجد - سپين کوچی

2020-03-18

سیوری ته د عرش به شي دمه په سخته ورځ

مینه چې تل پالي څوک په زړو کې د مسجد

 

ټول مالت له یو بل نه قربان،له یو بل ځار

قدر ، احترام چې وي هغو کې د مسجد

 

لمر به یې سهار د پلونو نښې ښکلوي

څوک چې وهي لاره تورو شپو کې د مسجد

 

دا شېبه ماښام شي مسافرو ته کور یاد

غږ چې د آذان شي منارو کې د مسجد

 

لمونځ ته یې ملا ماته وي او لپه کې د سؤال

خیر غواړي او ناست وي دروازو کې د مسجد

 

دلته سپین تندي خاورو ښکل کړیدي کوچیه!

دلته ډیرې نښې شته رغو کې د مسجد

ــــ

زموږ مسجدونه دې رب نه بندوي



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

14th July, 2020