تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حکمتيار له لوري د مرحوم شيخ الحديث مولانا غلام الرحمن درنې کورنۍ ته د تسليت پيغام

2020-03-25

بسم الله الرحمن الرحيم

انا لله و انا اليه راجعون

د حکمتيار له لوري د مرحوم شيخ الحديث مولانا غلام الرحمن درنې او دين پالي کورنۍ ته!

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته

د محترم ورور مرحوم شيخ الحديث مولانا غلام الرحمن د وفات په مناسبت تاسو او ټولو هغو افغانانو ته تسليت وړاندي کوم چي د ده مړيني غمجن کړي، هغه خپل ژوند د اسلام په لار کي وقف کړی وو، د شوروي ځواکونو په خلاف جهاد کي ئې فعاله برخه وه، يقيناً چې د ده په مړينې سره افغان ولس له يوه ستر علمي شخصيت او مخور مجاهد محروم شو، الله جل شأنه دي هغه ته مغفرت وکړي، دوی دي د مجاهدينو، غازيانو او شهيدانو په صف کي حشر او په جنت کي دي د ده درجې لوړي کړي، تاسو ته دي اجر او صبر در په برخه کړي او هغه تشه چي د ده په وفات سره د افغان ولس د واقعي او مخلصو شخصيتونو په صف کي را پيدا شوې؛ الله تعالی دي هغه په خپل فضل او کرم سره په باايمانو مجاهدو شخصيتونو ډکه کړي.

په لوی الله مو سپارم

په احترام

حکمتيار

5-1-1399



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020