تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حکمتيار له لوري د مرحوم استاد محمد عيسی خان درنې کورنۍ ته د تسليت پيغام

2020-03-25

انا لله و انا اليه راجعون

د حکمتيار له لوري د مرحوم استاد محمد عيسی خان درنې کورنۍ ته !

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته؛

د محترم ورور استاد محمد عيسی خان د وفات په مناسبت تاسو او ستاسو ټولو دوستانو او خپلوانو ته تسليت وړاندي کوم، الله تعالی دي هغه د اسلام د لاري د يوه مخلص مجاهد په توگه د خپل وسيع رحمت او مغفرت په سيوري کي ولري، د اسلام په لار کي د هغه ټولي هڅي دي قبولي کړي، د ده نېکي هيلي او آرمانونه دي تر سره کړي او تاسو او د ده ټولو خپلوانو او ديني وروڼو ته دي اجر او صبر درکړي.

هيله ده زما د تسليت مراتب ټولي کورنۍ ته ورسوئ!

په لوی الله مو سپارم.

په احترام

حکمتيار

5-1-1399



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020