تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

کنړ: د حزب اسلامي افغانستان مجاهدينو د سولې ملاتړ په مناسبت غونډه وکړه

2020-03-25

د کنړ ولایت دشیګل ولسوالی ولسونو لخوا په شیګل دره دحزب اسلامی مجاهدینومرکز کې دسولې د روانو هڅو څخه د ملاتړ په موخه یوه پرتمینه غونډه جوړه شوه

دغه غونډه چې د شیګل دری د مجاهدینوپه مرکز کې دقومونودعالی شورا په نوښت دشیګل د ولسونو لخوا دسولې د روانو هڅو څخه د ملاتړ په موخه جوړه شوې وه په سلګونو تنو په کې ګډون کړی ؤ.

دسولې له بهیر څخه د ملاتړ په یاده غونډه کې د قومونودعالی شورا مشر ښاغلی الحاج نورحمن کشمیرخان،دقومونوعالی شورا معاون محترم شیخ القرآن مولوی بهرام سید .  دقومونوعالی شوری منشی شیخ القرآن مولوی ګل محی الدین دقومونوعالی شوری کی دقومونواستازی ګڼ شمیرعلماءکرام اونوروقومی مشرانو اوقومی ملکانو شرکت وکړو'

اودسولې له روان بهیر څخه کلک ملاتړ وکړ او زیاته یې کړه: موږ تر هر وخت اوس سولې ته نږدې شوي یو، باید له دې فرصته ګټه واخیستل شي، ترڅو یوه پایداره سوله په هېواد کې رامنځته شي.

په یاده غونډه کی راغونډشو علماءکرامو اوقومی مشرانو تعهد وکړو چی په شیګل دره کی دجنګ عوامل ختمواوڅوک جنګ ته نه پریږدو دخپلی خاوری نه په هرقیمت دفاع کو

غونډه دقومونو عالي شورا د فرهنګي څانګې مسؤل ښاغلي قاري محمدعظیم لخواپه دوعایه کلماتو پای ته ورسول شوه.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020