تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

ملا برادر له پامپیو سره د امریکا په پوځي اډه کې کتلي

2020-03-25

رویټرز خبري اژانس خبر ورکړی چې د امریکا د باندنیو چارو وزیر مایک پامپیو د طالبانو له سیاسي مرستیال او د قطر د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر  سره په قطر کې د امریکایانو په یوه پوځي اډه کې کتلي دي. رویټرز اژانس د امریکايي چارواکو له قوله لیکلي، په دغه ۷۵ دقیقې لیدنه کې د مایک پامپیو لپاره جدي تدابیر نیول شوي و چې د کورونا ناروغي ور ونه رسېږي. دا کتنه، چې د بندو دروازو تر شا شوې ده او مایک پامپیو ترې وروسته د افغان حکومت پر ضد اعلامیه هم ورکړې، ښيي چې طالب مشران پوځي اډو ته په ورتلو له امریکایانو سره هر ډول جوړجاړي ته اماده شوي دي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020