تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

مهم ترین های امروز چهار شنبه

2020-03-25

ترتیب کننده: هیلی افغان. سهیل شاهین: نن د بندیانو دخلاصون لپاره د افغانستان د اسلامي امارت د تخنیکي ټیم ، سره صلیب، امریکا، قطر او کابل ادارې د تخنیکي ټیم تر منځ پنځه اړخیز ویډیويي کانفرانس جوړ شو چې ۴ ساعتونه يې دوام وکړ او د بندیانو د خلاصون پر پروسې یې مفصلې خبرې وکړې. پدې ناسته کې پریکړه وشوه چې د بندیانو د خلاصون پروسه به د مارچ د میاشتې پر ۳۱مه نیټه عملا پیل او د خپلو بندیانو د تصدیق لپاره به اسلامي امارت یو تخنیکي هیئت دبګرام بندي خانې ته لیږي تر څو د ورکړل شوي لیست مطابق د بندیانو په پيژندنه، تائید او را خلاصولو کې مرسته وکړي. عامې روغتیا وزارت هرات کې د کرونا ویروس د څلورو نورو مثبتو پیښو د ثبتیدو خبر ورکړ، دې سره هیواد کې د ټولو مثبتو پیښو شمیر ۸۴ ته ورسید. کابل کې د سکانو پر عبادتځای برید کې ۳۳ کسانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده. کورنیو چارو وزارت وایي، په دغه برید کې ۲۵ تنه وژل شوي او اته تنه نور ټپیان دي. یاد وزارت دغه راز ویلي چې امنیتي ځواکونو د خپلو عملیاتو پر مهال د ښځو او ماشومانو په ګډون شاوخوا اتیا کسان ژغورلي هم دي. پخواني ولسمشر حامد کرزي په کابل کې د سکهـ لږکیو پر عبادتځای ننی برید په کلکو ټکو غندلی دی.د کرزي د مطبوعاتي دفتر له لوري خپرې شوې اعلامیه کې راغلي،کرزی د افغانانو وژنه هغه که په هر عنوان او د هر چا له لوري وي ښکاره بشري جنایت او د ټولو اسلامي او انساني ارزښتونو خلاف عمل بولي. کابل کې د سکهـ لږکیو پر عبادتځای ننی برید تر شاوخوا ۶ ساعته جګړې وروسته د ۴ بریدګرو په وژل کېدو سره پای ته رسېدلی دی. افغان ځانګړو ځواکونو ویلي چې په دغه برید کې ۴ وسله والو برخه لرله چې ټول یې وژل شوي دي.د وروستیو راپورونو له مخې،په دغه پېښه کې ۱۱ کسه وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي. د شهزاده سرای د صرافانو اتحادیې مسوولین وایي په هېواد کې د کرونا ویروس د مثبتو پېښو له ډېرېدو سره سم ټاکل شوې د راتلونکې اوونۍ د شنبې په ورځ په کابل کې د اسعارو د تبادلې تر ټولو ستر مرکز (شهزاده سرای) هم وتړل شي. داعش وسله والې ډلې په کابل کې د هندو لږکیو پر عبادتځای د نني برید مسوولیت پر غاړه اخیستی دی. په هلمند کې د یوه ماین د چاودنې له امله اووه ملکیان وژل شوي دي. د هلمند ولایت ځایي چارواکي وایي دغه پېښه په موسی کلا ولسوالۍ کې شوې ده. عمر ځواک وایي ماین د وسله والو طالبانو له لوري د سړک غاړې ته ځای پر ځای شوی و چې د عامو وګړو پر یوه موټر یې چاودنه کړې ده. ذبیح الله مجاهد:د کابل ښار شور بازار سیمه کې نننۍ حمله د اسلامي امارت مجاهدینو پورې اړه نه لري. د هرات روغتیا ریاست هرات کې د کرونا ویروس له امله د یوې ۴۵ کلنې میرمنې د مړینې خبر ورکړی دی. رییس‌جمهور غنی، حمله امروز بر درمسال در کابل را نکوهش می‌کند و آن را «جنایت ضدبشری» می‌داند: «حمله بالای اماکن مذهبی نهایت زبونی دشمن را نشان می‌دهد. اماکن مذهبی از هرگونه حملات و خشونت مصئون می‌باشند.» انتقاد پمپئو از ‎ایران و ‎چین درباره مخفی کردن شدت شیوع کرونا. هندوستان په کابل کې د داعش وسله والو له لوري د سکهـ لږکیو پر عبادتځای ننی برید په کلکو ټکو غندلی دی. هندوستان د یاد برید په اړه اعلامیه کې ویلي چې د هند حکومت دا ترهګریز برید په کلکو ټکو غندي او د افغانستان له هندو او سکهـ لږکیو سره له هرې ممکنې لارې هر ډول مرستو ته چمتو دي. سفارت امریکا در کابل، حملۀ امروز بر درمسال شهروندان سیک در کابل را نکوهش می‌کند و آن را کار جنایتکاران می‌داند. این سفارت، می‌گوید که صلح زمانی خواهد آمد که مردم تفاوت‌های شان را از راه گفت‌وگو حل کنند نه به وسیلۀ تفنگ. وزارت خارجه پاکستان حمله بر درمسال در شهر کابل را نکوهش می‌کند و می‌افزاید که "این چنین حملات نفرت انگیز هیچ توجیه سیاسی، مذهبی یا اخلاقی ندارند." سفیر بریتانیا در کابل، می‌گوید که از حمله امروز مهاجمان بر درمسال در کابل که جان ۲۵ تن را گرفت وحشت‌زده شده‌است. الیسن بلیک در تویترش نگاشته‌است که اقلیت‌های مذهبی نباید هیچ‌گاهی هدف حمله قرار بگیرند. هیات معاونت سازمان ملل در افغانستان (یوناما) حمله امروز بر درمسال در کابل را نکوهش می‌کند و‌‌ می‌گوید که کشتن غیرنظامیان هیچ‌ توجیهی ندارد. نیکولاس کی، فرستاده غیرنظامی ناتو‌ در افغانستان با نکوهش حمله امروز بر درمسال در‌کابل، آن را یک حمله تروریستی می‌داند. او می‌گوید که ناتو به تعهداتش به نیروهای امنیتی افغانستان در مبارزه با هراس‌افگنی متعهد است. سفارت ایران در کابل، حمله امروز‌ بر درمسال در کابل را نکوهش کرده و با خانواده‌های قربانیان این رویداد غمشریکی کرده‌است. امریکایي ځواکونو په افغانستان کې پر ښکېلو لورو د تاوتریخوالي د کمولو غږ کړی دی. په افغانستان کې د ناټو او امریکایي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر ویلي د کرونا مخنیوی په عادي حالت کې سخت دی، نو په جګړو او تاوتریخوالي کې دغه چاره لا سختېږي. روسیې پر افغانستان د یو میلیارد ډالرو مرستې کمول غندلي دي. د افغانستان لپاره د روسیې د ولسمشر ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي هغه لاره چې امریکا د افغانستان د ستونزې د حل لپاره غوره کړې ناسمه ده. په امریکا کې د کرونا ویروس له پراختیا سره هممهاله ددغه هېواد په نظامي برخه کې هم د لسګونه مثبتو پېښو د ثبت راپورونه ورکړل شوي دي. تازه د امریکا د ستر ښار نیویارک د پولیسو چارواکو ویلي چې په دغه ویروس ۲۰۰ پولیس اخته شوي دي او د لسګونه نورو معاینات تر څېړنې لاندې دي. ملګرو ملتونو د یاممتو پر ځای د افغانستان لپاره خپله نوې استازې معرفي کړې ده. د راپورونو له مخې دیبورا لیونز دافغانستان لپاره د ملګرو نوې ځانګړې استازې او دیوناما مشره ټاکل شوې ده. نوموړې دکاناډا اوسیدونکې او د بشري حقونو ددفاع په برخه کې مشهوره ده. ایټالیا کې د کرونا ویروس له امله د وژل شویو شمیر ۶۸۲۰ تنو ته رسیدلی دی دغه راز دغه هیواد کې کابو اویا زره مثبتې پیښې ثبت شوې دي، د سکی نیوز د خبر له مخې ډیریو سیمو کې روغتونونو کې ناروغانو ته ځای نشته او ناروغان تر شنه آسمان لاندې له روغتونو بهر بستري شوي دي. هسپانیا کې د کرونا ویروس له امله د وژل شویو شمیر ۲۹۹۱ تنو ته رسیدلی او دغه راز نوموړي هیواد کې ټولې ۴۲۰۵۸ مثبتې پیښې ثبت شوې دي. فرانسه کې د کرونا ویروس له امله د وژل شویو شمیر ۱۱۰۰ تنو ته رسیدلی او دغه راز نوموړي هیواد کې ۲۲۳۰۴ مثبتې پیښې ثبت شوې دي. المان په افغانستان کې د خپلو ځواکونو کمول پيلوي. د الماني رسنیو د راپور له مخې ددغه هېواد حکومت پرېکړه کړې چې د امریکا او طالبانو ترمنځ له هوکړې وروسته دوی دا پلان لري چې خپل ځواکونه په افغانستان کې کم کړي. د المان هېواد له لوري پېرل شوي ۶ میلیونه ماسکونه په کینیا کې ورک شوي دي. د المان ګمرک ویلي چې شاوخوا شپږ میلیونه ماسکونه یې په کینیا کې ورک شوي دي او زیاتوي دا چې دا ماسکونه چا لوټلي دي تر اوسه یې په اړه معلومات نلري او دوی د یادې پېښې په اړه خپلې څېړنې پیل کړې دي. تر ایټالیا وروسته د کرونا ویروس له امله د هسپانیا تلفات هم تر چین واوښتل. دا دویم هیواد دی چې چین شاته کوي. د وروستیو معلوماتو له مخې، هسپانیا کې د کرونا ویروس له امله د وژل شویو کسانو شمېر۳۴۳۴ ته پورته شوی دی. شهزاده چالرز ولز هم پر کرونا ویروس اخته شوی دی. د بریتانیا شاهي کورنۍ ویلي چې د چارلز کرونایي ازموینه مثبته ثابته شوې ده. د شاهي کورنۍ ویاند ویلي، چارلز د کرونا لږ نښې نښانې لرلې چې تر څېړنو وروسته یې ناروغي مثبته بلل شوې خو په وینا یې تر اوسه یې روغتیایي وضعیت ښه دی. امریکا کې پر کرونا ویروس د اخته او وژل شویو کسانو شمېر په چټکۍ د زیاتېدو په حال کې دی. د وروستیو راپورونو له مخې، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په دغه هېواد کې د کرونا ویروس له امله ۱۰۰ کسان وژل شوي او شاوخوا ۷۰۰۰ نور ورباندې اخته شوي دي.

واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020