تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

راتلونکی اونۍ ته سل تنه طالب زندانيان خوشې کيږي

2020-03-26

د امنیت شورا ویاند جاوید فیصل رسنيو ته وويل چې د طالبانو، افغان حکومت او امریکا د وروستیو خبرو په نتيجه کې دې ته تیاری نیول شوی چې د روانې میاشتې تر ۳۱مې نېټې پورې به سل تنه بندیان به د دوی عمر او روغتیایي وضعیت ته په کتو، او دا چې څومره د کورونا وېروس ګواښ سره مخ دي، خوشي کېږي، له دې کسانو به هم تضمین اخیستل کېږي چې له خوشي کېدو وروسته به بېرته د جګړې ډګر ته نه ستنېږي، بلخوا زلمی خليلزاد پر خپل ټويټر پاڼې ليکلي چې نن د افغان حکومت او طالبانو تر منځ د بندیانو د تبادلې دوهمه تخنیکي غونډه بیا د ویډیو کنفرانس له لارې وشوه. دواړو غاړو توافق وکړ چې د بندیانو خلاصون به د دواړو خواو لخوا د مارچ پر ۳۱ پیل شي، دا یو مثبت پرمختګ دی. د تخنیکي غونډو له لارې به د بهیر د سم پرمخ تللو ډاډ وشي.‌



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020