تفصیل | ډیلې شهادت 

4th April, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

کابل کې پر درمسال برید؛ ۲۵ کسان وژل شوي

2020-03-25

د بي بي سي تلويزيون  د راپور له مخې کابل کې پر درمسال د برید له امله ۲۵ کسان وژل شوي او اته ټپیان دي، برید د کابل لومړۍ امنیتي حوزې په شور بازار سیمه کې سهار نږدې اته بجې وشو او شاوخوا شپږ ګړۍ وروسته پای ته ورسېد، په ځینو رسنیو کې ویل شوي چې ددغه برید مسوولیت داعش ډلې منلی دی، شوربازار د کابل زوړ ښار یوه پخوانی ځای دی او د دې سیمې درمسال کې څو سیک کورنۍ ژوند کوي، امنیتي ځواکونو په درمسال کې د ښځو او ماشومانو په ګډ،ن نږدې اتیا کسان ژغورلي دي، که څه هم لومړیو کې د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق ارین ویل چې ممکن څلور بریدګر دې حمله کې ښکېل وي، بیا یې وویل، چې دوه بریدګر وژل شوي دي، خو اوس اعلامیه کې را غلي، د یوه وسلوال په وژل کېدو سره برید پای ته ورسېد، د افغانستان ولسمشر محمد اشرف غني، پر درمسال دا برید غندلی او دا یې د افغانستان د خلکو د دښمنانو کار بللی دی، د هند لومړي وزير نرېندرا مودي ويلي نن کابل کې پر ګوردواره (عبادتځي) د اورپکو د برید له کبله له زړه غمجن شوی یم. له د قربانیانو له کورنیو سره غمشریکي کوم."



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th April, 2020