تفصیل | ډیلې شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د هېواد سياسي مشرانو د محترم حکمتيار په دفتر کې د سولې او مصالحې عالي شورا په اړه جلسه وکړه

2020-04-02

نن پنجشنبه د هېواد يو شمير سياسي مشرانو حامد کرزی، ډاکتر عبد الله عبد الله، صلاح الدين رباني، استاد محقق، مولوی عبد الصبور، حاجي دين محمد، پير سيد حامد گيلاني، انور الحق احدي، باتور دوستم، احمد الله عليزی، استاد خليلي، پير سيد اسحق گيلاني، انجنير صاحب نبيل، مفتي مجيب الرحمن نقي په گډون د حزب اسلامي افغانستان محترم امير حکمتيار دفتر کې د سولې، بين الافغاني مذاکرات او د مصالحې عالي شورا او د راتلونکی حکومت په اړه جلسه روانه ده، د مصالحې عالي شورا تأسیس د حزب اسلامي د محترم امیر حکمتیار له غوښتنو څخه وه، دا شورا دې د سولې اړوند ټولو پرېکړو لپاره عالي مرجع وي، د مصالحې عالي شورا رسېدلي نوم لړ کې د رئيس جمهور اشرف غني، محترم انجنير ګبلدین حکمتیار، عبد الرب رسول سیاف، حامد کرزي، عبدالله عبدالله، سرور دانش، عبدالرشید دوستم، محمد یونس قانوني، محمد حنیف اتمر، محمد کریم خلیلي، محمد محقق، مولوی عبد الصبور، مفتي مجيب الرحمن نقي، سيد اسحاق گيلاني، فضل الهادي مسلمیار، عطا محمد نور او ګڼ شمېر نورو سیاستوالو نومونه شامل دي، د مصالحې عالي شورا د سولې اړوند پرېکړو، واحد دریځ، طرحو وړاندې کولو، له طالبانو سره د مذاکراتو لپاره د مرکچي پلاوي د ټاکلو لپاره جوړه شوې ده.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020