تفصیل | ډیلې شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

غزل – بلينډه بدرۍ

2020-04-06

ستومان مې دی د څار يې هر يو لور شپه نيمايي ده

خوب وړی انتظاره ستا هم زور شپه نيمايي ده

 

بيدارې ورته ناستې مې د ورځې ستومانې دي

د څړيکو ساز راغلی مې په سور شپه نيمايي ده

 

تابلو د نوې ناوې تنهايۍ پکې سوځيږي

اخيستی د نه شتون تصوير يې اور شپه نيمايي ده

 

نڅيږي زمزمه مې د بنګړيو د راګونو

را ناست ورته يو آه له پورې کور شپه نيمايي ده

 

راتاوې له بدرۍ دي بيا سندرې سهيلۍ يې

راځي يې ترحجرې د خيالو شور شپه نيمايي ده



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020