تفصیل | ډیلې شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

طالبان: د بنديانو د خوشې کولو په اړه نور له حکومت سره خبرې نه کوو

2020-04-07

د طالبانو ویاند سهیل شاهین پر خپل ټويټر پاڼه کې ليکلي کابل ته د بندیانو د خلاصون لپاره استول شوی پلاوی به په دې تړاو له حکومت سره نورې خبرې ونه کړي، ځکه چې حکومت وویل، لویو بریدونو کې ښکېل ۱۵ طالب بندیان نه خوشي کوي، خو سهيل شاهین خپل ټوېټر کې د حکومت دا دریځ د بندیانو د خوشي کولو بهیر د ځنډولو پلمه بللې ده او وايي چې موږ کابل ته د بندیانو د کمیسیون تخنیکي ټیم زمونږ د بندیانو د تصدیق او تثبیت لپاره لیږلی و ځکه د لاسلیک شوې توافقنامې او شوې وعدې مطابق د بندیانو خلاصون پیلیدونکی و خو متاسفانه  د بندیانو خلاصون تراوسه پورې په یوه او بله پلمه ځنډول شوی دی، له همدې امله، له سبا څخه زمونږ تخنيكي ټیم له اړوند جهتونو سره په نورو بې نتیجې ناستو کې ګډون نه کوي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020