تفصیل | ډیلې شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د کورونا بندېز - فضل مولا توره کی

2020-04-07

دوست د دوست کورته ورتلو باندې بندېز دی

يار د يار مخ ته کتو باندې بند یز دی

 

ستا روضې ته درتلای نه شمه محبوبه

په هوا هم الوتو باندې بند ېز دی

 

سلا مونه مې له دې ځایه قبول کړه

ستا حضور ته رسېدو باندې بند ېز دی

 

د رياض الجنې تگ ته مې زړه رپي

ستا مرقد نه تېرېدو باندي بند ېز دی

 

کله هم ستا کوڅې شاړې داسې نه وې

لکه نن چې دې کوڅو باندې بند ېز دی

 

شنه گومبزه دې بلېږي لکه شمع خو

د پتنگ په سوځېدو باندې بند ېز دی

 

د پاچا ايمان له دې ښه معلومېږي

چې د خدای د کور ليدو باندې بند ېز دی

 

عا شقان دې له هجرانه لېوني شول

ستا مالت کې گرځېدو باندې بند ېز دی

 

د خالي حرم بلا دې زر ځل واخلم

ستا طرف ته په درتلو باندې بند ېز دی

 

ستا يادونه مو د شپې ورځې اسره ده

ستا د نوم په ياد ېدو باندې بند ېز دی

 

سترگې پټې کړمه تانه طواف وکړم

ستا له کور په تاوېدو باندې بند ېز دی

 

د صفا او د مروه سعی کړم خوب کې

په زمزم خړوبېدو باندې بند ېز دی

 

په مقام ابراهیم کې سجده رېز شم

په حطيم کې ودرېدو باندې بند ېز دی

 

دوه لاسونه کړمه پورته سلام وکړم

د حجر په ښکلېدو باندې بند ېز دی

 

چې رحمت دې په هر څه دی غالب شوی

نا امېده ستنېدو باندې بند ېز دی

 

بې حساب او بې کتاب (توره کی)معاف کړه

په سوالگري قهرېدو باندې بند ېز دی



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020