تفصیل | ډیلې شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

مهم ترین های امروز سه شنبه

2020-04-07

ترتیب کننده: هیلی افغان د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود انداربي د ګرځ بندیز په اړه وايي چې له څلورو استثنايي مواردو پرته یعنې هغه کسان چې روغتونونو ته ځي، هغه کسان چې رسنیو او مخابراتو کې دنده لري او هغه کسان چې خوراکي توکو ته اړتیا لري، نور پر ټولو دې دا چاره جدي پلې شي. ولسمشر غني د ایران د بهرنیو چارو له وزیر جواد ظریف سره ټلیفوني خبرې کړې دي. په دغه ټلیفوني خبرو کې دواړو لورو له کرونا ویروس سره د مبارزې، سیمه ییزو او دوه اړخیزو همکاریو او ایران څخه د افغان مهاجرو د بېرته راستنېدو پر څرنګوالي خبرې کړې دي. افغانستان کې په کرونا ویروس اخته درې تنه مړه شوي دي. د عامې روغتیا وزارت وايي، چې یو تن په کابل او دوه تنه نور په ننګرهار ولایت کې د کرونا ویروس له امله مړه شوي دي. له دې سره په هېواد کې د کرونا له امله د مړو شویو کسانو شمېر ۱۴ تنو ته ورسېد. د ولسمشر سلاکار وحيد عمر وايي، چې د کرونا په اړه د عامه پوهاوي د لوړولو لپاره ٧٧ ميليونه افغانۍ ځانګړي شوي دي. نوموړي وویل، چې اوسمهال د کرونا په اړه په هېواد کې د عامه پوهاوي کچه لوړه شوې او دوی په دې برخه کې ٢٧ ميليونه افغانۍ تر اوسه لګولي دي. پپه تورخم کې افغان چارواکي وایي دوی غوښتل چې له پاکستان راتلونکي خلک معاینه کړي او تر هغه وروسته هېواد ته د ننوتو اجازه ورکړي خو دا چې د خلکو ګنه ګوڼه ډېره وه نو زرګونه افغانان د دخولي او خروجي ټاپو له وهلو او دغه راز معایناتو پرته هېواد ته د ننه شوي دي. په هېواد کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۶ مثبتې پېښې ثبت شوې دي. د عامې روغتیا وزارت وایي چې په دې سره په هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر ۴۲۳ ته ورسېد. د سرچینې په خبره په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲۷ پېښې په هرات، ۱۲ په پېښې په کابل، کندهار کې ۱۰، بلخ کې ۵ او ننګرهار کې دوې مثبتې پېښې ثبت شوې دي. اسوشټېډ پرېس په یوه خبر کې وايي چې په ایران کې د کرونا ویروس له پراختیا سره هممهاله تر ۲۰۰ زره پورې افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي دي. د سرچینې په خبره دغه کسان نه معاینه کېږي او مستقیم خپلو کورونو ته ځي چې له همدې امله ښایي په افغانستان کې یو ناورین جوړ کړي. د ازبکستان د بهرنیو چارو وزیر عبدالعزیز کاملوف د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره تلیفوني خبرې کړې دي. نوموړي په دې تلیفوني مکالمه کې ویلي چې دوی په افغانستان کې ددایمي سولې د راتګ غوښتونکي دي او د سولې او مذاکراتو په بهیر کې یې د مرستې ډاډ ورکړی دی. مالیه وزارت: سږکال به د حکومت په عوایدو کې۷۶ مېلیارده افغانۍ کموالی راشي. وحید عمر: طالب بندیان به له قید او شرط پرته ازاد نه کړل شي. دعامې روغتیا وزارت کندهار ته په خپل سفر کې وايي چې دغه ولایت کې د کرونا ویروس مثبتو پېښو شمېر ۲۳ ته رسېدلی دی. فیروز الدین فیرزو وايي چې په دغه ولایت کې له کرونا سره د مبارزې چارې په چټکه روانې دي، خو خلک باید همکاري وکړي او په کور پاتې شي. حیات الله حیات: د کرونا ویروس د مخنیوي د مبارزې لپاره چې کومو ۱۰۰زره ډالرو ژمنه شوې تراوسه نه دي رسېدلي. ښاغلی حیات زیاتوي چې ولسمشر مالیې وزارت ته حکم کړی که دغه پیسې په یوه وار نه شې ورکولای نو د قست په توګه دې ورکړل شي. وزارت داخله: یک کودک ۵ ساله از چنگ آدم ربایان در خوست، نجات داده شد این وزارت می‌افزاید که این کودک دو روز پیش از ولسوالی علی‌شیر این ولایت ربوده شده بود و اکنون پس از رهایی از نزد آدم ربایان، به خانواده‌اش تسلیم داده شد. یک تن در پیوند به این رویداد، بازداشت شده است. طالبانو د بندیانو خوشې کولو په تړاو له حکومت سره خبرې ځنډولې دي. قطر کې د طالبانو د دفتر ویاند، سهیل شاهین په ټویټر پاڼه لیکلي چې د بېلابېلو پلمو له کبله د بندیانو د خوشې کولو بهیر ځنډول شوی او د دوی ډله به سر له ننه(سې‌شنبې) په ناستو کې ګډون ونه کړي. عبدالله عبدالله با جواد ظریف وزیر خارجهٔ ج.ا ایران صحبت تلفونی کرد. طی این تماس در مورد همکاری در برابر بیماری کوید۱۹؛ صلح افغانستان و تحولات سیاسی منطقه صحبت شد. عبدالله توجه ایران در مورد مهاجران کشور، خصوصاً بیماران را خواسته به نمایندگی مردم و حکومت تشکر کرد. د روسیې د تاس خبري آژانس د خبر له مخې ،تاجکستان او ترکمنستان اوس هم په سیمه کې یوازیني دوه هیوادونه دي چې د کرونا ویروس هیڅ مثبته پیښه نه ده پکې ثبت شوې ، آژانس وايي دغه دواړو هیوادونو خپلې پولې ډیرې کلکې ساتلې دي او تر پایه ټوله هڅه کوي چې هیوادونو ته یې کرونا ویروس ونه رسیږي. اخرین آمار ویروس ‎کرونا در جهان: رویدادهای مثبت: ۱۳۴۷۶۷۶ جان باخته‌گان: ۷۴۷۴۴ درمان شده‌گان: ۲۷۷۳۳۱ منبع: دانشگاۀ جان هاپکنس د کرونا ویروس له چټکې پراختیا سره همماله په نړۍ کې د الوتکو جوړولو سترې کمپنۍ ایربس ویلي چې فابریکې یې تړلې دي او اته زره کارکوونکي یې بېکاره شوي دي. ددغه کمپنۍ د معلوماتو له مخې دوی خپلې دوې مهمې څانګې تړلې دي چې له امله یې ښايي اته زره کسان بېکاره شوي دي. د جرمني صدراعظمه انګلا مېرکل وايي، د کرونا ویروس په خپرېدو اروپايي ټولنه د خپل تاسیس راهيسې له تر ټولو لوی ازمایښت سره مخ ده. اروپايي هېوادونه د کرونا ویروس دومره اغېزمن کړي چې پر دې ویروس د اخته کېدو او له کبله ‌یې د مړینو شمېر کې کمی دې هېوادونو ته هیله‌ مندي ورکوي. د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش پخپل تازه پېغام کې د ښځو پر وړاندې له تاوتریخوالي خبرداری ورکړی دی. نوموړی وايي، ډېری ښځې د کرونا له امله د قرنطین پر مهال کور کې وي چې د هغوی لپاره تر ټولو امن ځای دی خو هلته هم له تاوتریخوالي سره مخ دي. د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددې هېواد په درمل جوړونکو شرکتونو غږ کړی چې د بریتانیا د لومړي وزیر د روغتیا لپاره لاس په کار شي. ټرمپ ویلي چې روغتون ته د بریتانیا د لومړي وزیر بورس جانسون لېږد خطرناک دی او د متحده ایالاتو حکومت اوس مهال له طبي ډلې سره د مرستې په لارو چارو غور کوي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په روسیه کې له زرو تنو زیات په کرونا ویروس اخته شوي دي. د روسيې روغتايي چارواکو ویلي، چې له دې سره په دې هېواد کې په کرونا د اخته کسانو شمېر ۷۴۹۷ تنو ته ورسېد او ۵۸ تنه نور مړه شوي دي. په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په ایران کې د کرونا ویروس له امله ۱۳۳ تنه مړه شوي او ۲۰۸۹ تنه نور پرې اخته شوي دي. له دې سره په دغه هېواد کې په کرونا ویروس د اخته کسانو شمېر ۶۲۵۸۹ تنو ته ورسېد او ۳۸۷۲ نور ترې مړه شوي دي. د ان پی آر د خبر له مخې امریکا کې د کرونا وبا له امله د مړیو شمیر یولس زره کسانو ته رسیدلی دی، دغه راز دغه هیواد کې تر دې دمه ټولې(۳۶۷۲۶۴) مثبتې پیښې ثبت شوې دي، ان پي آر وایي ټوله امریکا کې نیویارک لومړنی ایالت دی چې کرونا وبا تر ټولو ډیر ځپلی دی.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020