تفصیل | ډیلې شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

دستکشو په هکله مهمه سپارښتنه!

2020-04-08

ډاکتر سید افضل هاشمي صیب وایې:

دستکشې د روغتیایي کارکوونکو لپاره دي، د عادي خلکو لپاره نه دي. حتی د عادي خلکو لپاره په کوڅه او بازار کې د دستکشو کارول خطرناک دي.

ځینې خلک په دې فکر دستکشې کاروي چې ګویا ویروس د لاس د پوستکي له لارې داخليږي، حال دا چې ویروس د خولې پوزې او سترګو له لارې بدن ته داخليږي.

کله چې په ویروس ککړ لاسونه په خوله، پوزه او یا سترګو ووهل شي، ستونزه رامنځته کوي.

که عادي خلک دستکشې وکاروي، نو هره شېبه یې مینځلی نشي، نو ممکن په ملیونونو ویروسونه یې په دستکشو ځای پر ځای شي او له ځان سره به یې یوه خوا او بله خوا وړي، او که په خوله، پوزه یا سترګو یې ووهي نو له خپل لاس څخه یې زیاتې خطرناکې دي.

یواځې لاسونه د ورځې ۲۰-۳۰ ځلې په صابون یا لاس مینځونکې مایع او اوبو ومینځئ او یا له هينډ رب (د لاسونو ضد عفوني کولو مایع) څخه کار واخلئ.

شریک یې کړئ او د یوې رسنئ کار اجراء کړئ.

د کرونا ویروس خطرناک دی، نو جدي یې وګڼئ.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020