تفصیل | ډیلې شهادت 

28th May, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د حزب اسلامي سپيڅلی مجاهد او قوماندان عيدگل مظلوميار د نامعلومو وسله والو لخوا په شهادت ورسيد

2020-04-08

انا لله و انا اليه راجعون

د حزب اسلامي افغانستان سپيڅلي مبارز مجاهد او قومندان عید ګل مظلومیار د ناپيژنده وسله والو له لوري په شهادت ورسید، د قوماندان عيدگل مظلوميار د للندر د سيمې د مجاهدينو څخه وه، له الله تعالی څخه قوماندان عيدگل مظلوميار ته جنت الفردوس غواړو الله تعالی  يې د احد او بدر  د شهيدانو له کاروان سره يو ځای کړي، کورنۍ ته يې تسليت وايو او اجر اعظيم له الله جل جلا له له دربار څخه ور ته غواړو، د حزب اسلامي افغانستان مجاهدينو د اسلام او وطن د آزادي  لپاره ډير شهيدان او اتلان تقديم کړي، کاشکي حزب اسلامي يو داسي متخصص ډله پيدا کړي چي د دي ورور شهادت قاتلين په تخنيکي او په ثبوت سره پيدا شي دا که هر چا کړی وي د دي قتل ريښي بايد پيدا شي، ځکه دا اجرتې قاتلان او قومانده ورکونکي د کوم سازمان څخه تقويه کيږي،  او شايد هم دوی نور پلانونه د لاس لاندې ولري،  که د دي شهادت قاتلين پيدا نشو نو نور هم شايد دې لړې ته ادامه ورکړي.

روح یې ښاد مغفرت یې نصیب جنت یې ځاي شه !



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

28th May, 2020