تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د محترم حکمتيار همسنگر مولوی فقير الله د اجل داعي ته لبيک وويل

2020-05-27

انا لله و انا الیه راجعون

د اسلامي جهاد یو بل غر هم را ونړیدلو د کنړ او نورستان د دنګو او اسمان څکو غرونو یو بل شاهین هم د اجل داعي ته لبيک وويل، مولوي صاحب فقیر الله د توحید، جهاد، هجرت او منبر سپېڅلی سپاهي و، پخپل کړي تعهد ژمن او وفادار پاتي شو، د کمونیزم او د صلیب د لښکرو په خلاف یې خپل ديني مسؤلیت آدا کړ، آن تر دې چې د جلال آباد په ښار کې خپل قیمتي کور هم خرڅ کړ او زامنو ته یې وویل دا د جهاد آمانت و، اوس یې په جهاد کې ولګوﺉ هغه کور نن په لکونو ډالر قیمت لري، مولوي صاحب فقیر الله خپل رب ته ورغی او هغه هم په داسې حال کې چې تر شا یې نه ښکلی کور پریښودلو او نه کوم مارکیټ، د مرحوم مولوی صاحب فقير الله د وفات په مناسبت د درنې کورنۍ ټولو غړو او د حزب اسلامي محترم امير حکمتيار صاحب ته تسليت وړاندي کوو او پدې لوی غم کي له ورسره شريک يو، دعاء مو دا ده چې الله تعالی د ده او ټولو مجاهدينو او مؤمنو افغانانو نېک آرمانونه په دنيا او آخرت کې تر سره کړي، ده ته دي مغفرت او په جنت کي لوړي درجي او د ده دوستانو، عزيزانو او د سنگر ملگرو ته دي بشپړ اجر او جميل صبر ور په برخه کړي، روح يې ښاد، جنت الفردوس يې ځای او يادونه يې تلپاتې.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020