تفصیل | ډیلې شهادت 

7th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

شهادت تلويزيون ويډيو: د اوربند تمديد د بنديانو خلاصول او بين الافغاني مذاکرات

2020-05-27

د تلويزيون پروگرام ليډلو لپاره لاندې لينک باندې کليک وکړئ:

https://www.youtube.com/watch?v=KMup38TKnOg

 

کوربانه: جلال امرخيل او عبد الله تواب

اوربند د سولې کیلي او سوله د وینې بهېدنې پر وړاندې تړلی ورخ دی. د جګړې ښکېل اړخونه که په رښتیا ولس نه تېرباسي، که په رښتیا د ولس غم ژاړي، که رښتیا د ولس هیلې، ارمانونه او سرونه مهم وي او که په رښتیا سولې ته ژمن وي، نو ولس له دوی څخه د يو منلي او دائمي اوربند غوښتنه کوي. موږ په داسې حال کې چې د اختر په مناسبت شوی درې ورځنی اوربند تقديروو، خو له ښکېلو خواوو په کلکه غواړو، چې دا اوربند د اوږدې مودې لپاره تمديد کړي، څو يوې رښتينې سولې ته ورسېږو.

په دې وروستیو کې چې د سولې خبرې کېږي، نو ورسره يوه بله نوې اصطلاح چې د تاوتریخوالي کمښت يې بولي، هم ورسره ګرمه بحث کېږي. دا اصطلاح بېخي نوې ده، ځکه چي د اصولو له مخې د جګړې او سولې تر منځ اساسي پوله اوربند دی نه دا نوې رايج شوې اصطلاح. که اوربند وشي، سوله ده او که ونه شي، ��ګړه ده.

د تاوتریخوالي د ��مښت موضوع له سولې څخه تېښته او بېرته په تدريجي ډول جګړې ته ور ستنېدل دي. د جګړې له ښکېلو اړخونو څخه هیله لرو، چې سمدستي اوربند وکړي. روان جنګ کې یوازې او یوازې افغانان قرباني کېږي. افغان سرتېري وژل کېږي، افغان طالبان وژل کېږي، افغان ملکیان وژل کېږي او بالاخره په هېواد کې د جرمونو او فحشاء پيداوار هم همدا جګړه ده

او بالاخره جګړه د ټولو بدبختيو سرچينه ده او دا سرچينه بايد نور وچه شي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

7th July, 2020