تفصیل | ډیلې شهادت 

7th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

اور بند - فضل مولا توره کی

2020-05-27

عجيبه غوندې وطن زما اوستا دی

کُشت وخون په کې درې ورځې ناروا دی

څلورمه ورځ هر څه په کې روا شي

بیا يې وژنه که امي دی که ملا دی

گويا درې ورځې اسلام په هر چا کښيني

څلورمه ورځ ترې پررررر وکړي عنقا دی

د هر چا په تندي ليك ۔ک ۔ ف ۔ او ۔ر۔ شي

سر ترې ته وهه په توره ۔مال يې زما دی

ای د رب لپاره ۔ ای وا بوسلمانه !

دا مذهب چې تا راوړی دا دچا دی ؟

له کافر سره پخوا دی اوربند شوی

له مسلم سره قتال په کې روا دی

ښکاري دا ټوپك پردو لاس کې را کړی

پرې وژلی ما او تا خپل نن سبا دی

لا به نورې څه بلاوې شي نازلې

نازل شوی اوس يوازې کرونا دی

که توبه نه کړو اوحق ته تسليم نه شو

عاقبت د ظالمانو ډېر رسوا دی

فکر وکړه (توره کيه) مونږ کوم خوا ځو

د الله او د رسول دين په کوم خوا دی ؟



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

7th July, 2020