تفصیل | ډیلې شهادت 

7th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د مرحوم قيام الدين کشاف د مړينې په مناسبت د ورور حکمتيار د تسليت پيغام

2020-05-27

بسم الله الرحمن الرحيم

انا لله و انا اليه راجعون

د علماوو شوری رئيس؛ مرحوم مولوی صاحب کشاف درنې کورنې ته!

السلام عليکم و رحمة الله و برکاته

د مرحوم کشاف صاحب د وفات په مناسبت تاسو او ستاسو ټولو دوستانو او عزيزانو ته تسليت وړاندي کوم، الله تعالی دی پر هغه د مغفرت سيوری و غوړوي، د هجرت او جهاد په دوران کي او له اسلام او هېواد د دفاع په لار کې د ده فکري او عملي هڅي او خدمتونه دي قبول کړي، تاسو او ستاسو د درنې کورنۍ ټولو غړو ته دي اجر او صبر درکړي.

هيله ده الله تعالی په خپل عميم فضل او رحمت؛ د واقعي اسلامي نظام په تحقق سره؛ زموږ د مؤمن ولس، شهيدانو، غازيانو او ټولو خدای پالو مجاهدينو او آزادي غوښتونکو مبارزينو او هر هغه افغان سپيڅلي هيلي او آرمانونه تر سره کړي چي په آزاد او خپلواک افغانستان کي د اسلامي نظام قائميدل ئې د ژوند ستر آرمان او هدف وو.

په لوی الله مو سپارم

په احترام

حکمتيار

۷-جوزا - ۱۳۹۹



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

7th July, 2020