تفصیل | ډیلې شهادت 

7th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

زابل کې د بنديانو استقبال ته راوتونکو خلکو باندې بمبارد شوی

2020-05-27

د زابل ولايت وکيل زلمی زابلي وايي چې نن غرمه د زابل ولایت د شاه جوی ولسوالۍ د جعفرو په کلی کې په هغه بیچاره خلکو هوایی بمبارد شوی دی چې د خپلو آزاد شویو زندانیانو د هرکلی لپاره مخته ورغلی وو، درې نفره ماشومان شهیدان شوي او څلور نفره یی سخت زخمیان دي، حکومت بیا مخکینی وحشت ته زور ورکړی، د ملکي خلکو بمبارد هغه هم ماشومان د تحمل وړ نده.

 دا ماشوم د خپل بندي پلار/لالا را خلاصېدو په استقبال وتی وو، نن یې له اسمان نه په ګوليو غلبیل غلبیل کړ. د بنديانو خلاصون که داسې وي چې له اوه اته کاله زندان وروسته یې  مخکی ورته ګلالی ماشوم زوی په ګوليو سوری کوې؛ بيا یې مه خلاصوئ، حکومت که سولې ته ژمن وي؛ د دې وحشي بمبارد عامل او قومانده ورکونکی یې بايد د سولې تخريب په جرم اشد مجازات کړي، خوووو ګمان مې نشي، سوله ډیر دوښمنان لري. د دې ماشوم هیلې او خوشالۍ یې په سينه کې ور دفن کړې. پلار یې اوس مړ شو چې د زړه ټوټه یې شهیده شوه، دا دردېدلي د وژلو نه؛ د شفقت وړ دي.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

7th July, 2020