تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

يو مياشت کې دريم ځل د بلخ ولايت بې گناه او بې دفاع وگړي د هوايي بمبار ښکار گرځي

2020-06-26

دا په یوه میاشت کې دریم ځل دی چې د بلخ ولایت د بلخ ولسوالۍ بې ګناه او بې دفاع وګړي د هوايي بمباریو ښکار ګرځي. تازه برید تېره شپه د وزیر آبا په کلي کې شوی چې ملکي وګړي پکې شهیدان شوي. نه باید له هېواده د دفاع په مرمیو د ملکي وګړو سینې غلبېل شي. هلته سیمه ییز چارواکي په ښکاره د دغه سیمې په وګړو د ټوپک شپېلۍ وراړوي او په یوه او بل نوم یې شهیدانوي. اصلا دا تر ټولو لوی خیانت دی چې چارواکي له نظام دننه ګډوډۍ ته لمن وهي او په لوی لاس د خلکو احساسات راپاروي، موږ داسې اسناد په لاس کې لرو چې ښيي، هلته د لوړې کچې سیمه ییز چارواکي سرتېرو ته سپارښتنه کوي چې که ملکیان هم وی ببم پری وغورځوی، دا اسناد به زه خلکو ته په ډاګه کوم چې د ملکي وګړو د وژنې امر ورکول کېږي، په دغه برید کې یوازې د یوې کورنۍ څلور غړي وژل شوي دي. دا یوازې اعداد نه دي، بلکې انسانان دي چې لویې ـ لویې کورنۍ پرې خاورې شوې او کړاو به یې نسلونه ـ نسلونه ګالل کېږي، دا یوازې اوس نه دی، ۱۹ کاله کېږي چې د شمال په بېلا بېلو سیمو کې په یوه او بل نوم بې ګنا وګړي وژل کېږي. ځينې له حکومتي امکاناتو د دوی وژلو ته پلمې کوي او ځينې په نورو نومونو. دا وضعیت د هیچا په ګټه نه دی او موږ ته د منلو وړ نه دی، گل الرحمن همدرد.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020