تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

د پاکستان د جماعت اسلامي پخوانی امیر سید منور حسن خپل روح حقیقي مالک ته وسپارلو

2020-06-26

انا لله وانا الیه راجعون

د پاکستان جماعت اسلامي پخوانی امير سید منور حسن د اجل داعي ته لبيک ووويل، نوموړي خپله ټوله زندګي د اسلامي نظام د قیام پخاطر د الله تعالی په لاره کې تیره کړه، سید منور حسن پخپل اسلامي دریځ کلک ولاړ و، آن تر دې چې د امریکایانو سره ملاتړ کونکې یې د مجاهدینو په خلاف که د هر هیواد نه وي مرتد وګڼل خپله خبره یې بېرته وانخیستله تر سخت فشار لاندې راغی خو له خپل اسلامي دریځ څخه په شا نشو،سید منور حسن په کراچي کې په یو وړوکې کور کې ژوند کولو د دنیا د جاه او جلال سره یې هیڅ تعلق نه و، په ١٩٧٧ کال کې د پاکستان په عمومي پارلماني ټول ټاکنو کې تر هر بل نوماند څخه زیاتي رایي واخیستلي، لاس په دعا یو چې الله تعالی دي سید رحمه الله ته جنتونه ورکړي او وارثانو ته یې اجر عظیم او صبر جمیل.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020