تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

حکمتيار: مونږ د IMF له پور اخيستلو سره مخالف يو، دا پور د مشخصو غلو جېب ته ځي

2020-06-29

ورور حکمتيار نن يوې خبري غونډې ته وويل چې موږ د IMFله پور اخستلو سره مخالف یو، په ټول ملت غږ کوم چې مخه یې ونیسي ځکه دا پور د مشخصو غلو جېب ته ځي، حکومت دې د هدفي وژنو او مرموزو بریدونو مخه ونیسی، اكثريت افغانان په دې اړه متفق دي چي هېواد مو له حساس پړاو تېرېږي، جگړه تشديد شوې، د امريكا او طالبانو ترمنځ مصالحه او معاهده د دې پر ځاى چي د جگړو او ناامنيو د تخفيف باعث شي؛ د جگړي لمن ئې د توقع او انتظار خلاف لازياته پراخه كړه، د مهمو جهادي او سياسي شخصيتونو، نومياليو علماوو او امامانو ترور او په جوماتونو او ديني مراكزو او محافلو كي انفجارات زيات شول، له معاهدې وروسته په زرگونو عام افغانان او په لسگونو مهم او نوميالي شخصيتونه ترور شوي، په تېرو دوو كلونو كي نږدې 1100 مطرح شخصيتونه ترور شوي، د فساد او فحشاء مراكز خوندي دي، خو جوماتونه ناامنه، د فساد او فحشاء عاملين مصون دي خو علماء، جهادي، سياسي او فرهنگي شخصيتونه او قومي مشران تر گواښونو او تهديدونو لاندي!!، • ملت او په سر كي ئې علماوو ته سپارښتنه لرم چي متحد شئ، د يوه دريېم مستقل محور ملتيا وكړئ، خپل هېواد په خپله وژغورئ، راتلونكي نسلونو ته له جگړو فارغ، آزاد او اسلامي افغانستان په ميراث پرېږدئ، كه دا كار ونه كړئ نو همداسي به ستاسو مشران او علماء هم؛ په جومات او جوماتونو ته د تگ راتگ په لارو كي ترور كېږي، په كليو او كورنو به د شپنيو عملياتو او رتاكټي بريدونو په ترڅ كي وژل كېږئ، خو كه پر اللّٰه تعالى توكل وكړئ، د همت ملا وتړئ او د وضعيت بدلولو لپاره پاڅئ نو د شوروي د ماتي تجربه به بيا ستاسو په لاس تكرار شي. 

 



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020