تفصیل | ډیلې شهادت 

4th July, 2020


نوی سرمقالی

لیکنی

د‌حزب‌اسلامی امیر‌ ورور حکمتیار

ویډیو

رادیو

ترانی



تفصیل

مهم ترین های امروز دوشنبه

2020-06-29

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د هلمند سیمه ییز چارواکي وايي چې سنګین ولسوالۍ کې د توغندیزو بریدونو او موټر بم چاودنه کې ۲۳ ملکي کسان وژل شوي او ۱۵ نور ټپیان دي.

دغه چارواکي همداراز وايي چې پېښه کې دوه طالب وسله وال هم وژل شوي. طالبانو په دې تړاو څه نه دي ویلي.

: ‏حکمتیار:  هېواد کې د جوماتونو پر نه خوندیتوب نیوکه کوي او وايي چې حکومت یې د امنیت په تامین کې پاتې راغلی.

‏بهرني ځواکونه له افغانستانه له وتو پرته بل بدیل نلري، ځکه دوی په تېرو ۱۹ کالو کې څه تر لاسه نکړل.

‏تر هغې چې حکومت له موږ سره د هوکړې هر بند نه وي پلی کړی، موږ د حزب په توګه د دغه حکومت تر مدیریت لاندې کار نکوو. تر اوسه د دغې هوکړې منځپاڼګه نه ده عملي شوې.

: ‏اجمل احمدی، سرپرست بانک مرکزی، دریک پیام توییتری می گوید که براساس فیصله شورای عالی د افغانستان بانک، چهار مقام بلندپایه این بانک درپیوند به ۷ پرونده فساد، سه توصیه و یک اخطاریه، ازمقام شان برکنار شدند و "دوسیه معاون نخست پیشین این بانک به جلسه استماعیه ریاست جمهوری فرستاده شد.

: ‏ولسمشر غني د هلمند په سنګین ولسوالۍ کې توغندويي برید غندي او هغه یو ترهګریز برید او وحشیانه او غیرانساني کړنه ده.

ښاغلی غني وايي چې حکومت یوځل بیا له طالبانو غواړي چې له جګړې او تاوتریخوالي لاس واخلي او د افغانستان د خلکو غوښتنه چې د جګړې پای او مذاکراتو پيل دی په پام کې ونیسي.

: ‏د فاریاب د خواجه سبزپوش ولسوالۍ امنیه قومندان شاه محمد عرب او د ملي پوځ یو سرتېری د طالبانو په برید کې وژل شوي دي.

د فاریاب د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالکریم یورش وايي چې دغه پېښه نن د خواجه سبز پوش بازار کې رامنځته شوې ده.

: ‏وحید نوشیر معاون د افغانستان بانک در صفحه فیسبوک اش نوشته است که قرار بود امروز از مقام اش به حیث معاون این بانک کنار برود اما صبح امروز از سوی مسوولان امنیتی این بانک برایش اجازه داده نشد تا به دفتر کارش برود. او این کار را خلاف اصول اداری می داند.

: ‏چهار نیروی امنیتی درحمله طالبان در ولایت غور جان باختند.

: ‏د هېواد د عامې روغتیا ریاست د مالوماتو له مخې تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په کچه د کرونا ویروس ۲۷۱ تازه مثبتې پېښې ثبت شوې او یاده موده کې ۱۲ تنه هم مړه شوي دي.

د مالوماتو له مخې تېره شپه ورځ کې ۱۳۳۰ تنه د کوویډ۱۹ ناروغان روغ شوي هم دي.

: ‏د غور والي ویاند، عارف عابر وايي، فیروز کوه شمال سیمه کې د طالبانو برید پایله کې ۴ افغان سرتېرو ژوند له لاسه ورکړی او دوه نور ټپیان دي.

دی زیاتوي، د افغان ځواکونو ځوابي برید کې طالبانو ته هم مرګ ژوبله اوښتې، خو کره شمېر یې نه دی څرګند. طالبانو په دې تړاو څه نه  دي ویلي.

: ‏په ولسي جرګه کې د دوه تابیعته لرونکو وزیرانو موضوع یو ځل بیا ګرمه شوې ده. په دغه جرګه کې د خلکو لسګونو استازو پر هغه متن لاسلیکونه کړي دي چې پکې راغلي، دوه تابیعته لروونکو نوماند وزیرانو ته به د اساسي قانون په رڼا کې د اعتماد رایې ورنکړي.

: ‏ملي امنیت شورا وایي، له زندانونو څخه د یو شمېر نورو طالب بندیانو پر خوشې کېدو کار روان دی. د یادې شورا ویاند جاوید فیصل ویلي، دوی له زندان څخه د هغو طالب بندیانو د خلاصون پر چارو بوخت دي چې نوملړ یې ورته سپارل شوی دی.

: ‏د فساد پر وړاندې د مبارزې د ارزونې او نظارت ګډه خپلواکه کمېټه یا ميک وایي چې د مالیې وزارت د عوایدو د ټولو په بهیر کې پراخ فساد موجود دی. میک ویلي دي چې لا هم د افغانستان د ګمرکونو عواید د زورواکو او با نفوذه کسانو جیبونو ته ځي او د عوایدو د راټولولو په بهیر کې فساد موجود دی.

: ‏کرونا 45 میلیون نفر را در آمریکا بیکار کرد.

: ‏وزیر دفاع ملی ترکیه: عملیات پنجه-ببر طبق برنامه ادامه دارد.

: ‏د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي دا څرګندونې دروغ دي چې ګواکي روسانو په افغانستان کې امریکایي ځواکونه په نښه کړي او یا یې هغو کسانو ته انعام ورکړی چې دوی امریکایي سرتېري ويشتلي دي.

: ‏د افغانستان په تړاو د پاکستان په ژمنو او عمل کې د ځمکې او اسمان هومره توپير دی. نشنل انټرسټ نشریه په یوه مقاله کې لیکي پاکستان تل ژمنه کوي چې د افغانستان په سوله او امنیت کې به ونډه اخلي، خو په عمل کې بیا په سیمه کې د ترهګرو ډلو ملاتړی دی او په دغه هېواد کې امن مرکزونه لري.

: ‏د المان د بهرنیو چارو وزیر هایکو ماس ویلي چې که په امریکا کې بیا هم کوم ډیموکراټ ولسمشر واک ته ورسېږي له اروپا سره د دې هېواد اړیکې بېرته د پخوا په څېر عادي کېدو ته نشي راګرځېدلی. هغه زیاته کړې، اروپا سره د امریکا د اړیکو بیا رغېدل هیڅ امکان نلري.

: ‏د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې د دوو کښتیو ترمنځ ټکر کې ۲۸ کسان مړه شوي او لسګونه نور تري تم دي. د اناتولي اژانس د خبر له مخې، دا پېښه د بنګله دېش په پلازمېنه ډاکه کې رامنځته شوې چې یوه یې له ۵۰ تنه سپرلۍ سره ډوبه شوې ده.

: ‏د امریکا د کانګرس مشرې نانسي پلوسي د نیویارک ټایمز ورځپاڼې له لوري په افغانستان کې د امریکایي سرتېرو وژونکو طالبانو ته د روسیې لخوا د انعام ورکولو ادعا ته د ټرمپ پر سطحي غبرګون توندې نیوکې کړې دي. نوموړې ویلي، د ټرمپ سطحي غبرګون ښیي چې د نیویارک ټایمز ادعا سمه ده.

: ‏د امریکا په یو شمېر ایالتونو کې د کرونا وبا مثبتو پېښو تر زیاتېدو وروسته شرابخانې او د سمندرغاړې بیا تړل شوې دي. راپورونه وایي چې په دې وروستیو کې په فلوریډا، اریزونا، کلیفورنیا او څو نورو ایالتونو کې د بندیزونو تر نرمېدو وروسته د کرونا ویروس مثبتې پېښې بیا پام وړ زیاتې شوې دي.

: ‏آغاز سفر تازه خلیل‌زاد به کشورهای منطقه در پیوند به صلح افغانستان.

: ‏در حمله مردان مسلح بر یک بازار در پاکستان سه تن کشته شدند.



واپس










اخبار

شعر و ادب

شهیدانو کاروان

4th July, 2020