کتابونه
مرگ ژوند په قرآن کي
مرگ ژوند په قرآن کي
رهبری و شيوه های انتخاب آن
رهبری و شيوه های انتخاب آن
پښتو او انگليسي درسونه
ګرانو او قدرمنو لوستونکو!
السلام علیکم و رحمت الله و برکاته!
الله (ج) د وکړي، چې ټول روغ، جوړ، او د ایمان په جامو پټ وئ!
دغه لاندې پښتو درسونه، ما د انګلستان په یوه ښار کې چې سوتهمپټن نومیږي، د افغانانو اولادونو ته، خاص د ثواب په خاطر درس ورکاوه.
هېره د نه وي، چې د ریاضي او تعلیم الحق درسونه هم پکې شامل وو.
د هلکانو دپاره د شنبې ورځ، او د نجونو لپاره د یکشنبې ورځ د سهار له ۹ بجو څخه، د مازدیګر تر ۵ بجو پورې وخت تعین شوی و.
دغه درسونه، که په سمه توګه وکارول شي، نو دغو لاندې خلکو ته به ان شاءالله ګټور واقع شي.
الف - هغو خلکو ته، چې په انګلسي پوهیږي، او غواړي پښتو زده کړي، چې د هغو افغانانو اولادونه پکې راځي، چې په بهرنیو ملکونو کې ژوند کوي.
ب - هغو خلکو ته چې په پښتو پوهیږي، او غواړي انګلسي زده کړي، چې ځینې وروڼه او خویندې پکې راځي.
هیله ده، چې دغه کار یوه چا ته ګټور واقع شي، او یوه د زړه له کومي دعا راته وکړي.
د یادولو وړ ده، چې د ریاضي ۳ کتابونه به هم، د ستاسې خدمت ته وړاندې شي.
په پای کې دعا کوم، چې الله(ج) د په افغانستان، او په ټوله نړۍ کې هغه شانته سوله راولي، چې هغه الله(ج) ته قبوله او منظوره وي، او الله(ج) دې، د افغانانو ترمنځ د حق فیصله وکړي. آمین یارب العٰلمین.
والسلام.