لويه جرګه د څه لپاره؟!
ولسمشر د څلورسوه بندیانو د خوشې کولو صلاحیت نه لري، ځکه دا بندیان حق العبدي لري، جرګه پرېکړه کوي چې ازاد دې شي، بیا ولسمشر غني ته راګرځي، د جرګې پرېکړه الزامي حیثیت نه لري، نو بیا چې ته بندیان خلاصوې، بیا به هم د قانون خلاف وي، ولسمشره ستا ډېرې سرې کرښې ژیړې شوې، دا یوه کرښه دې په کې خیر دی دوه رنګه شي، د ولس سترګو ته خاورې مه شینده، په جرګو باندې ځان ته د اوړو اوبو پوزه مه جوړوه، جرګې مه مسخره کوه.