No-IMG

قطر: بين الافغاني مذاکراتو کې د افغانانو او نړيوالو خبرې

هیله مند یوو چی دموقت حکومت په چوکات توافق بیا اوربند اعلان اوشی، روان جنګ ګټونکی نه لري، د سولې په شتون کې د بهرنيو ځواکونو شتون ته اړتيا نشته، له ستونزو سره سره بايد خبرو ته دوام ورکړل شي، د سولې په خبرو کې د څو تنو د ګټو د خونديتوب پر ځای بايد پر ملي ګټو تمرکز وشي، افغانانو ته بايد سوله ييز چاپېريال رامنځ ته شي، افغانان بايد د سولې له خبرو خبر و اوسي، افغانان سوله غواړي، نړيواله ټولنه د دوی د غوښتنې ملاتړ کوي او قربانۍ يې ستايي، هيله ده چې خبرې افغانانو ته له بحرانه د وتلو زمينه برابره کړي، هره پروسه بايد د افغانانو په مشرۍ وي، افغان شخړې حل يوازې په سياسي حل لاره کې دی، يوازې افغانان خپل راتلونکی ټاکلی شي، پلاوي بايد داسې بنسټ کېږدي چې د ټولو حقوق پکې خوندي شي، سولې ته فرصت رامنځ ته شوی دی، هيله ده له لاسه ونه وځي، پياوړې ارادې ستونزې هوارولی شي( افغان سوله)، سوله په زور نه کېږي، بلکې د يو بل په منلو کېدی شي، د انساني حقونو د خونديتوب تر ټولو غوره لار جمهوريت دی.

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟