No-IMG

مسجد اقصی

آه زما ربه! بې تا مو بله آسره او امید نشته، ته دا توره شپه سهار کړې... د مسلمان غمــځپلي ورځي په خوشالۍ بدلي کړې، نن امت ډېــر خوار او زار دئ، د مظلوم امت داعیان په فروعاتو کي ښکېل شوي، مصلحینو ئې لار ورکه کړې، مسلح فوځونه او قوي تحریکونه ئې د خپلو عوامو په وژلو او تذلیل کولو لګیا دي، د مشرانو/حاکمانو به ئې څه ووایم؛ چي تر تا ئې ستا له ډارن دښمنه(یهودانو) وېره ډېره زیاته ده، له برما تر سوريې بلکي د زمکي پر هر ټوټه عرب او عجم په یو عجیب محکوم حالت کي راګیر دي، ستونزي دومره ډېري او دومره پېچلي دي چي د حل څه چي د ادراک او تشخیص صلاحیت ئې زموږ سره نشته، ستا مقدس کور نن ستا پست ترینو دښمنانو اشغال کړیدی، موږ ضعیف یو، بې وسه یو، بې کسه یو، بې سرپرسته یو، د عظیم خلافت او باجرأته خلیفه له سایې محروم یو، د خلافت داعیان مو تر موږ ډېري زارۍ کوي خو له بده مرغه چي د مناجات دروازه ترې ورکه شوې، ته زموږ پر دې سرګردانه حالت زموږ مرسته وکړې ربه! ته خپل دښمنان ذلیل او خوار کړې ذوالجلاله! ربه د دې مظلوم امت لوېشت لوېشت زمکه د مفسدینو، منافقینو او مشرکینو له شرارتونو او سازشونو پاکه کړې...

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟