No-IMG

غني: څوک چې له روان وضعیته وېره لري هغه دې له افغانستان څخه ووځي !!!

ولسمشر غني پرون په خپلو خبرو کې دا هم وویل څوک چې له روان وضعیته وېره لري هغه دې له افغانستان څخه ووځي، نو که نوموړی او د نوموړي نازولي دا ساده پوښتنه ځواب کړي!

نازولی قیومي، څرګند، عابدي، حمیدي لوی څارنوال، اکلیل، عبدالله او بهرامي د دفاع پخواني وزیران، شریف نسیمي او داسې  نور دې څه شول، چېرې ولاړل او په کومو پاسپورټونو؟

دویم، غني او بي بي ګله د امریکا پاسپورټونه لري، محب د برتانیا پاسپورټ چې پکې د ورور زوی شوی، مېرمنه خو یې له سره افغانی پاسپورت نه لري، صالح د اسټرالیا پاسپورټ لري، فضلي دسویډن ، دانش د ایران، عطاء نصیب د امریکا، داوود نورزی د جرمني، شازمان میوندي د جرمني، سلطان زوی د جرمني، اجمل احمدي د امریکا، اسد الله خالد د امریکا، سراج د امریکا، اتمر د برتانیا، معصوم ستانکزی د اسټراليا، نادر نادري د کانا‌‌‌‌‌‌ډا، سلام رحیمي برتانیا، رنګینه

حميدي د امریکا، میاخېلان دې امریکا او برتانیا  دغسې نور وزیران، معینان او والیان دې راواخله.

له دې وطنه چې تښتېدلي هم ستا نازولي او غله یاران وو، چې وبه تښتي هغه به هم ته او ستا همدغه یاران او شریکان وي، نور افغانان نه د تېښتې دي او نه تښتېدلی شي، کنې وکړه دا مېړانه راټول کړه دا بهرني پاسپورټونه او اور ورواچوه!

هسې مو مرداره کړه، تمامه ورځ لافې، او په ملت ملنډې وهئ، او یو څو کرایه کړي فېسبوکي خیاطان مو هرې بابولالې ته په بې شرمانه ‌‌‌‌‌‌ډول ګډيږي، کنې په دې خو دوئ هم پوهېږي چې چا وطن پرېښود او څوک به یې پرېږدي.

کاپي

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک