No-IMG

مهم ترین های امروز یکشنبه

ترتیب کننده: هیلی افغان

 

: ‏د کابل ښار یوشمېر اوسېدونکي د خوراکي توکو، تېلو او ګازو له لوړو بیو سرټکوي او زیاتوي، چې په دې ورستیو کې د خوارکي او نفتي موادو بیې په بېساري توګه لوړې شوي او دوی یې د اخیستلو توان نه لري.

: ‏امر بالمعر‌وف وزارت د هغو طالبانو د ویښتانو د کمولو کمپاین پیل کړی چې پدې هکله د شیخ هبة الله اخندزاده فرمان یې لا پر ځان ندی عملي کړی. دغه کار د ځینو طالبانو نارضایتي راپارولې او دا یې د ځان لپاره سپکاوی بللی دی.

: ‏افغان کرکټ ملي لوبډلې په خپله دویمه شل اوریزه لوبه کې د زیمبابوې کرکټ ملي لوبډلې ته په ۲۱ منډو ماتې ورکړه او په دې سره یې د شل اوریزو لوبو لوبلړۍ په خپل نوم کړه.

‏افغانستان له دې وړاندې زیمبابوې ته د ۳ پنخوس اوریزو لوبو په لړۍ کې ۰-۳ ماتې ورکړې وه.

: ‏په بلخ کې د مولانا جلال الدین بلخي نړیوال هوايي ډګر د کارکوونکو پر موټر په یوه وسله وال برید کې د یاد هوايي ډګر دوه کارکوونکي وژل شوي او ۶ تنه نور ټپيان دي.

‏د بلخ امنیه قومانداني وايي، پېښه هغه مهال رامنځ ته شوه چې دغه کارکوونکي له هوايي ډګر څخه کور ته پر لاره وو. تر اوسه هیچا هم د برید مسوولیت نه دی منلی.

: ‏وزارت امور خارجه می گوید، که اولین گروپ از حجاج افغان امروز برای ادای فریضه حج به عربستان سعودی اعزام شدند.

این وزارت می افزاید که مولوی عبدالولی حقانی، رئیس بعثه در جده، محمد شفیق خطیب، رییس امور قونسلی وزارت امور خارجه و شیرمحمد ابراهیمی، کنسول افغان از حجاح استقبال کردند.

: ‏‏د کونړ ولایت سیمه ییزو چارواکو ویلي چې په دغه ولایت کې ماین چاودنې اووه کسانو ته مرګ ژوبله اړولې ده. د کونړ د امنیې قومندان عبدالحق حقاني ویلي چې په دې پېښه کې یو امنیتي سرتېری وژل شوی او د یو ملکي وګړي په ګډون شپږ نور ټپيان شوي دي.

: ‏د رئیس الوزراء مرستیال مولوي عبدالسلام حنفي سعودي عربستان ته د افغان حاجیانو د بهیر پیل مراسمو کې وویل، د ا.ا ټول مسوولان په ځانګړي ډول د ارشاد، حج او اوقافو وزارت کارکوونکو د شپه او ورځ هڅو په پایله کې ډېر لږ وخت کې حاجیانو ته د بیت الله د زیارت کولو شرایط برابر کړي.

: ‏د بدخشان سیمه ییز چارواکي وايي، چې نن سهار د دې ولایت په مرکز فیض اباد کې د ا.ا د ځواکونو پر یوه موټر د سړک غاړې ماین چاودنې یو ماشوم ټپي کړی دی.

: ‏مقام‌های محلی در ولایت خوست از وقوع یک آتش‌سوزی در جنگل‌های این ولایت خبر می‌دهند. مولوی عبدالصمد، رییس زراعت خوست به طلوع‌نیوز می‌گوید این آتش‌سوزی صبح روز یک‌شنبه در منطقه‌ "لندی کلی" در امتداد خط دیورند در ولسوالی‌های موسی خیل و قلندر صورت گرفته است، ‏مولوی عبدالصمد همچنان گفته است که باشنده‌گان محل برای مهار این آتش‌سوزی دست بکار شده اند و تا حال از سوی حکومت اقدام نشده است.

: ‏د پروان د سل بستریز روغتون چارواکي وايي چې په دغه روغتون کې نن سهار دوه له یو بل سره نښتي ماشومان زېږېدلي دي، چې کابل کې د صحت طفل روغتون ته رالېږدول شوي دي.

: ‏د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو سازمان د عالي کمېشنرۍ مرستیاله نن له غرمې وروسته کابل ته راورسېده.

: ‏د اسلامي امارت لوړپوړي چارواکي انس حقاني یوه ټویټ کې، د مخکیني حکومت د ویاند له مرستیال شاه حسین مرتضوي سره د لیدو خبر ورکړی.

حقاني لیکلي:«سلیقه يي توپیرونه باید زموږ د نږديوالي خنډ نه شي. د ګران هېواد ابادي، سوکالي او هوساینه کولای شو یوازې په ورورولۍ او برابرۍ سره ترلاسه کړو

: ‏لوګر:

د حاجي منګل احمدزي په نوم یو کس د غیرت اباد ابتدائیه ښوونځي ته درې ټولګي جوړ کړي او ۱۸۰۰ جلده درسي کتابونه یې ورکړل.

په دې هر څه اووه لکه ۳۵  زره افغانۍ لګښت راغلی.

: ‏د اروزګان امنیه قومنداني:

چهارچینو تګاب کې یوې کورنۍ د بلې کورنۍ درې غړي تښتولي او وژلي یې دي.

وایي، د دواړو کورنیو خپلمنځي دښمني وه.

: ‏د یوناما مشرې د مخه ښې په لیدنه کې د کورنیو چارو وزارت له سرپرست سره د ترهګرۍ سره مبارزې او مخدره توکو د قاچاق د مخنیوي په اړه بحث کړی.

د هغې ماموریت کابل کې پای ته ورسېد.

: ‏د ترکیې د کډوالۍ اداره:

تازه اقدام کې مو ۴۹۹ غیرقانونی افغانان کابل ته ستانه کړل.

دوی په دریو چارټر شویو الوتکو کې کابل ته رسول شوي.

: ‏ایران کې نن یو ډالر په ۳۳ زره تومان تبادله شوی.

چې د ایراني اسعارو ریکارډ ماتې یې ثبت کړه.

: ‏امریکا کې لسګونه زره کسانو د وسلو د قانون پر ضد لاریون کړی دی. امریکايي رسنۍ وايي چې په واشنګټن او ګڼو نورو ښارونو کې لسګونه زره امریکایانو د وسلو د اوسني قانون پر ضد لاریون کړی دی او له امریکایي استازو یې د اصلاح غوښتنه کوي.

: ‏د اوکراین ولسمشر ویلادیمیر زلینسکي یوې غونډې ته په انلاین وینا کې ویلي چې نړیوال دې د خوراکي توکو او نورو کرنیزو محصولاتو د انتقال لپاره خوندي دهلیزونه رامنځ ته کړي او اوکراین ورسره په دې برخه کې همکارۍ ته تیار دی.

: ‏په داسې حال کې چې اروپايي هيوادونو په ختيځې اروپا کې د ناټو د پوځي حضور پراخيدل غوښتي؛ روسیې خبرداری ورکړی چې په پولنډ کې د ناټو ځواکونو ځای پر ځای کیدو ته به ځواب ووایي.

: ‏د فلسطین خبري سرچینو راپور ورکړی دی چې د دغه هېواد په ختیځه سیمه یافا کې څلورو اسراییلي پوځیانو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

: ‏وينزويلا او ايران د اقتصادي او نظامي همکاريو شل کلن تړون لاسليک کړی دی. د وينزويلا ولسمشر چې د خپل هيواد له ځينو نورو چارواکو سره په همدې موخه تهران ته تللی وو، د تړون تر لاسليکولو مخکې وويل چې ايران او وينزويلا د نړيوالو مسايلو په تړاو ګډ ليدلوری لري.

: ‏سوریه کې پر یو موټر د سړک غاړې ماین چاودنې ۳۵ ملکي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې ده. الجزیره خبري شبکې راپور ورکړی دی چې دا پېښه د سوریې د درعا ښار په دیرالعدس سیمه کې د ملکي وګړو پر موټر د ماین چاودنې له امله رامنځته شوې ده.

: ‏توماس نیکلاسون، نماینده ویژه اتحادیه اروپا برای افغانستان در رشته تویت‌های گفته است که او و نمایندگان ویژه کشورهای عضو اتحادیه اروپا برای افغانستان نشستی را در بروکسل، پایتخت بلجیم، در باره افغانستان برگزار کردند ‏آقای نیکلاسون گفته است که آنان در باره "بدتر شدن وضعیت سیاسی، حقوق بشری، به ویژه حقوق زنان و ناتوانی طالبان در عملی ساختن وعده‌های‌شان نسبت به مردم افغانستان" گفت‌وگو کرده اند.

: ‏د پاکستان د خلکو گوند یا PPP د ترهگرۍ سره په مبارزه او د «ټي ټي پي» سره په خبرو کې د دې هیواد د پارلمان د رغنده رول غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې ټولې پریکړې پدې هکله باید پارلمان وکړي.

‏د PPP د لوړپوړو غړو په دې غونډه کې چې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر بلاول بوټو هم پکې گډون کړی و په افغانستان کې د «ټي ټي پي» او پاکستاني پوځ د مذاکراتو، ټي ټي پي سره د قبایلي مشرانو جرگې او افغانستان کې د وروستیو تحولاتو په اړه خبرې شوي دي.

: ‏ملګرو ملتونو په افغانستان کې پر بشري بحران اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې دمګړۍ افغانان د نړۍ په کچه تر ټولو بد وضعیت سره لاس او ګرېوان دي.

: ‏د امریکا په کالیفورنیا ایالت کې د یوې اونۍ په اوږدو کې درې پوځي الوتکو سقوط کړی ‌دی.

د راپورونو له مخې د یوې اونۍ په اوږدو کې د امریکا د سمندري ځواک یوه هیلکوپتره، د پوځ یو جنگي جیټ او د «اوسپرې» په نوم یوې نظامي الوتکې سقوط کړی چې په پایله کې یې یو پیلوټ او ۵ سرتیري وژل شوي دي.

تبصره / نظر

نظرات / تبصري

د همدې برخي څخه

شریک کړئ

ټولپوښتنه

زمونږ نوي ویبسائټ څنګه دي؟

زمونږ فيسبوک