حکمتیار: د مسكو له لوري د إسلامى إمارت سفير منل؛ سياسي مانور دئ كه سياسي قمار؟

د مسكو له لوري د إسلامى إمارت سفير منل؛ سياسي مانور دئ كه سياسي قمار؟
د سوريې او ايران د پېښو په وړاندي غبرگون دئ كه له امريكا سره د راكړي وركړي معامله؟
د شوروي له تأسيس تر نن پوري؛ د افغانستان په اړه د مسكو د سياستونو په رڼا كي
مسکو د تزار (پتر كبير) له دور؛ او هغه مهال چي د سیمه ییز ځواک په توگه راڅرگند شو؛ تل په جنوب کي د خپل نفوذ د پراختیا او گرمو اوبو ته د رسېدو په لټه کي وو. په دې لار کي افغانستان د خپل حساس ژئوپولیټیک موقعیت له امله د روسیې د پام وړ هېواد وو. د پتر كبير لويي غوښتونكو سياستونو؛ د روسیې او بریتانیا تر منځ په افغانستان کي د سیاليو لار پرانستله؛ دا سیالي وروسته په ۱۹مه پیړۍ کي د "ستري لوبي" (Great Game) په نوم وپېژندل شوه او په پاى كي افغانستان د روسیې او بریتانیا تر منځ د "حائل" او پراخي پولي په توگه ومنل شو.
د شوروي اتحاد له جوړېدو وروسته او هغه مهال چي د مرکزي آسیا او قفقاز سیمي ئې ونیولې او د افغانستان پولو ته ورسېد؛ نو زموږ هېواد د مسكو لپاره لا زيات اهميت وموند؛ تر نن ورځي پوري؛ په دې ټولي مودې کي؛ مسکو زموږ د هېواد په پېښو كي فعال حضور درلود؛ د شوروي اتحاد په توگه ئې يوه موده له بریتانیا سره د افغانستان د نیولو په اړه سیالۍ وکړې، یو وخت ئې د امریکا له متحده ایالاتو سره، او یو وخت ئې د طالبانو د لومړي ځل حکومت په وړاندي، له هند، ایران، اسرائیل، فرانسې، بریتانیا او امریکا سره یو ځای د هغه شمالي ائتلاف ملاتړ وکړ چي د پرچم گوند، د شوروي د اشغال د وخت مليشې، د نظار شورا، جمعیت او د ایران تر نفوذ لاندي شیعه گوندونه ئې غړي ول؛ وسلې ئې ورکولې او افغانۍ ئې ورته چاپولې. داسي وخت هم راغلى چي روسیې او ایران د افغانستان او عراق په اشغال کي د امریکا مرسته وکړه؛ له ۲۰۰۱ تر ۲۰۱۴ پوري؛ د ناټو او امریکايي ځواکونو د اکمالاتو ډېره برخه د روسیې د زمكي او فضاء له لاري وه؛ او د امریکا د اکمالاتو بله برخه د پاکستان له لاري وه؛ د مسکو او تهران تر نفوذ لاندي ډلي د اشغال په دې شل کلنه موده کي د امریکا په خدمت کي وې.
د شمالي ټلوالي ائتلاف هغه وخت رامنځته شو چي مسکو؛ د افغانستان په جگړي کي له پر له پسې ماتو، مالي او ځاني تلفاتو او د دې وضعیت له كبله د شوروي اتحاد دننه د رامنځته شوو ستونزو په سبب له دې پرته چي خپل ځواکونه زموږ له هېواد وباسي؛ بل هیڅ بديل او چاره نه لرله. په افغانستان کي د اسلامي حکومت جوړېدل ئې تر خپلې واکمنۍ لاندي مرکزي آسیا ته جدي گواښ گڼلو، امریکا او ایران هم ورته اندېښنې درلودې؛ دوی یوځايي دا پرېکړه وکړه چي د افغانستان په اړه خپل دريځونه او تگلاري توحيد كړي او په گډه د مجاهدینو د حکومت جوړېدو مخنيوى وكړي.
د شوروي اتحاد د وخت روسیې؛ د کابل د حکومتونو په اړه دا دريځونه او تگلاري غوره كړې:
۱. د ظاهر خان د ۴۰ کلنۍ واكمنۍ په دوران كي؛ روسیې په افغانستان كي فعال او پراخ حضور درلود او ډېر امتیازات ئې تر لاسه كړي وو؛ د پوځي افسرانو روزنه، په روسي وسلو د اردو سمبالېدا، د هېواد د شمال او شرق د بندونو، کانالونو، سړکونو، د تیل او گاز اړوند څېړنو او د معادنو د استخراج ټولي پروژي د روسیې په واک کي وې؛ په داسي توگه چي په دې برخو کي بل هیڅ بهرني هېواد ته د مداخلې او كار اجازه او فرصت نه وركول كېدو. هغه محصلین چي روسیې ته د زده کړو لپاره لیږل کېدل؛ كه دا په نظامي برخه کي وو یا په هري بلي برخي کي؛ له هغه لوري به په مسکو پوري تړلي سخت سري کمونستان راستنېدل؛ په روسي انټرنیشنلېزم کي د افغانى نشنليزم د ادغام له كچه مفكورې سره، دین دښمني، له خداى انکار، پر خپل مستقل ملي او افغاني هويت عدم ټينگار، پر دې افتخار کول چي بشپړ روس پلو او روسي مزاج كچه مقلد ترې جوړ شي، د خپلو نیکونو مذهبي او ملي ارزښتونو ته شا کول، له افغانیت تش او له روسیتوب ډک كالبوت؛ همدغو د مسکو په امر او د داؤد تر مشرۍ لاندي د ظاهر شاه خلاف كودتا وکړه؛ او جمهور رئيس ئې ترې جوړ كړ؛ او كله چي داؤد خپله قبله بدله او لوېدیځ ته ئې مخه کړه، ایران، پاکستان او مصر ته ئې سفرونه وکړل، نو د مسکو په قهر او غضب اخته شو؛ د مسکو په امر، د خپلو کمونست ملگرو په لاس، په ارگ کي؛ د خپلې کورنۍ له ټولو غړو سره یو ځای، د روسي کلاشنکوف په ډزو ووژل شو او په دې توگه د مسکو په امر او د کمونست افسرانو له لوري د وسله والو کودتاگانو لومړنی بنسټ کېښودل شو؛ د ۲۶ سرطان کودتا ئې پیل، د ۷ ثور لومړۍ او دوهمه کودتا ئې تکرار؛ او قربانيان ئې په عمومي توگه زموږ مظلوم ولس او په ځانگړې توگه هغه ذليل قدرت غوښتونكي چي واک ته د رسېدو لپاره ئې پر مسکو تکیه کړې وه: داؤد، ترې وروسته ترکى، امین او په پای کي نجیب.
د افغانستان په شمال او ختیځ كي د روسي پروژو ماهيت
كه په شمال او ختیځ کي روسي پروژو ته ځير شو؛ نو بدي موخي او ماهيت ئې په ښه توگه درك كولى شو؛ سره له دې چي په شمال کي هم د اوبو پراخي زېرمي لرو او هم كښت ته چمتو پراخي زمكي او ستري ستري بيدياوي؛ خو نه د اوبو د مهارولو، د دغو زمكو د خړوبولو او نه د بريښنا د توليد داسي پروژه مومو چي كار ئې پيل شوى او پاى ته رسېدلى وي؛ لامل ئې دا وو چي مسکو د اوزبکستان او ترکمنستان په څېر خپلو مستعمراتو کي دې اوبو ته ضرورت درلود؛ نو باید آمو سیند ته بهېدلې وى، مسکو نه غوښتل او نه ئې اجازه ورکوله چي دا اوبه د شمال زمكي او بيدياوي سمسوري كړي؛ يا د برېښنا په توليد كي وكارول شي او د خلكو تيارې خوني رڼې كړي.
مسکو دا هم نه غوښتل چي په شمال کي د تیلو او گاز ذخیرې کشف او استخراج شي، ځکه چي په ډېرو مواردو کي دا ذخیرې د هغه وخت د شوروي مستعمرو له زېرمو سره گډي كاسې درلودې، په افغانستان کي له دې زېرمو استفاده او د گاز او نفت استخراج؛ د پولي آخوا زېرمو باندي مستقیم او معکوس اغیز کولو. د تیل او گاز د تفحصاتو او لټون پروژو روسي انجنيرانو نه يوازي د استخراج مخه نيولې بلكي د خپلو څېړنو اسناد ئې هم له ځان سره ساتل او افغان حکومتونو ته ئې له سپارلو ډډه کړې.
د ترکي، امین او کارمل تراژیدي
مسکو ترکى د هغي كودتا له لاري د داؤد ځای ناستی کړ چي په ظاهر كي ئې مهار او مديريت د امين لاس كي وو؛ او مهندسي ئې د روسانو له لوري؛ خو لا ډېر وخت نه وو تېر شوی چي د همدې امين د حذفولو پرېکړه ئې ځكه وکړه چي د پرچم گوند له مشر ببرک کارمل سره ئې اختلافات درلودل؛ ترکى مسکو ته وبلل شو؛ له کارمل سره د ناستي لپاره او د امين په اړه د گډ تصميم په موخه؛ پرېكړه دا وه چي کابل ته د ترکي تر ستنېدو وړاندي؛ بايد امین له صحنې حذف او په فزيكي توگه له منځه ولاړ شي؛ خو د ترکي د سفر په ټولي کي د امین یوه ملگري؛ له توطئې خبر کړ؛ همدا كار باعث شو چي توطئه شنډه شي. کله چي ترکى کابل ته ورسېد، امين ئې د خپل انتظار خلاف په هوايي ډگر کي وموند؛ په داسي موډ كي چي گواكي د خپل استاد او لارښود د استقبال لپاره راغلی، خو نه پوهېدو دا به د ده د ژوند وروستۍ ورځ او له امين سره وروستۍ لیدنه وي؛ له همدې هوائي ډگر به د مرگ په لوري درومي. ترکى د مسکو د غلطي پرېکړي قرباني شو؛ د ارگ دننه د خپل وفادار شاگرد په امر خفه او په نامعلوم ځای کي خښ شو.
امین هم چي له خپل روسي آقا ئې بغاوت کړى وو؛ بايد د دې سرغړاوي سزا وگوري او خوند ئې وڅکي؛ لومړی د روسي آشپز له لوري مسموم او بې هوښه شو او بیا د تپه تاج بېگ پر قصر د روسیې (اسپتسناز) ځانگړو ځواکونو یوې ډلي بريد وکړ او هغه ئې ووژلو.
د ببرک کارمل راتگ او د نجیب واک ته رسېدا
پر کابل د روسي ځواكونو له تسلط وروسته؛ کارمل د تاشكند له لاري كابل ته راوړل شو؛ لومړۍ وینا ئې د اوزبكستان له راډیو خپره شوه؛ په حقیقت کي وینا نه؛ بلکي د مسکو لخوا چمتو شوې یوه اعلامیه وه چي د ده په غږ خپره شوه؛ د شوروي اتحاد د انټرنېشنليزم ستاینه ئې کوله او د حفیظ الله امین د حكومت ړنگېدو خبر ئې ورکړ. له دې وروسته هغه مهال په شوروي نظامي الوتکي كي کابل ته ولېږدول شو چي کابل عملاً د روسي ځواکونو په لاس کي وو او د امین څوکۍ ئې د ده لپاره تشه کړې وه. لومړۍ څو ورځي ئې په شش درک نظامي کلب کي تېري کړې او بیا ارگ ته انتقال شو؛ او د خپلي توري او شرمناکي واکمنۍ په پای کي؛ چي د افغانستان په ټول تاریخ کي تر ټولو شرمناکه دوره وه؛ دوو روسي جنرالانو په تور رنگ او د تورو شيشو موټر كي له ارگ وایستلو او نامعلوم ځای ته ئې ولېږدولو؛ په دې توگه چي نه کابینه پوهېده له څنگه برخليك سره مخامخ شوى او نه د گوند مرکزي کمیټه؛ تر هغه چي روسي جنرال د کابینې غړو ته دا حکم واوراوو: "له نن ورځي وروسته به ډاکټر نجیب د هېواد چاري سمبالوي؛ د کارمل په اړه اندېښنه مه کوئ!!"
نجیب چي د خپل لارښود کارمل د ولسمشرۍ په وخت کي د خاد جهنمي رياست مسئول وو؛ د مسکو په غلامۍ او د افغانانو په بې رحمانه وژنو کي تر ټولو کمونستانو ډېر وړاندي او د KGB اعتماد ئې ترلاسه کړى وو؛ په ۱۹۸۰ کال کي د خاد د رئيس په توگه وگمارل شو او له ډاکټرۍ د ډگر جنرالۍ رتبې ته لوړ كړى شو؛ د ده په رياست کي؛ د خاد غړي له څو تنو ۳۰،۰۰۰ تنو ته ورسېدل؛ دى مخامخ د KGB خدمت كي وو؛ د بل هيڅ افغاني مقام په وړاندي ځواب وركوونكى نه وو؛ د خاد بودیجه د روسانو له لوري ټاكل كېده او سپارل كېده؛ د مسکو د فوق العاده حکم له مخي د کارمل ځای ناستی شو؛ پنځه کاله ئې د خاد ریاست وکړ او له همدي رياست مخامخ جمهوري رياست ته ورسېدو؛ دې جعلي لقب ته د قانوني بڼې ورکولو لپاره ئې ۸۰۰ کسیزه انتصابي لویه جرگه جوړه کړه او په همدې جرگې کي هم ولسمشر شو او هم ئې د كمونستانو په مخكيني اساسي قانون كي د خپلي خوښي تغييرات رامنځته كړل؛ ټول كمونستي شعارونه او اشارې ترې حذف شول، اسلام د رسمي دین په توگه په كي ومنل شو؛ فرار شوو شتمنو او سوداگرو ته بلني او ډاډېني وركړى شوې چي هېواد ته راستانه شي او مطمئن اوسې چي هر څه به ئې مصون او خوندي وي؛ د گوند نوم ئې له حزب ديموكراتيك خلق افغانستان؛ د وطن حزب ته واړولو؛ د ملي مصالحې غوښتنه ئې وكړه... خو له دغو هڅو ئې هيڅ گټه تر لاسه نه كړه؛ د قدرت پرېښودو ته اړ شو؛ غیر ائتلافي موقت حکومت ته د واک سپارلو او د انتخاباتو د تر سره کېدو له طرحي سره ئې موافقه وکړه؛ موافقه ئې د مجبوريت له كبله او د KGB له اجازې پرته وه؛ نو ځكه د مسکو له غضب سره مخ او د خپل سلف او مخكينيو په تور برخليك اخته شو؛ دا طرح د حزب اسلامي له لوري ټولو كورنيو او بهرنيو لوريو ته وړاندي شوې وه؛ له روسي هیئتونو، کابل حکومت، په پاکستان او ایران کي مېشتو گوندونو او ملل متحد سره پرې بحث شوى وو؛ له امریکا، روسیې او ایران پرته؛ نورو ټولو ورسره موافقه وکړه؛ نجیب هم چي له دې پرته ئې بل هیڅ بدیل نه درلود، د واک سپارلو ته چمتو شو، پېښور مېشتو گوندونو د کابینې د غړو پر فهرست توافق وکړ؛ نومول شوي وزيران په اسلام آباد کي راغونډ شول چي له بينن سيوان سره یو ځای کابل ته ولاړ شي او واک له نجیب موقت حکومت ته انتقال شي. خو KGB او CIA په گډه دا طرحه شنډه او د پلي كېدو مخه ئې ونيوله؛ شمالي ائتلاف، په اردو او امنیتي ځواکونو کي د پرچم گوند پاته شونو ته ئې امر وکړ چي نجیب ونیسي. بينن سيوان چي د وطن گوند د مرکزي کمیټې په غونډه کي ئې له نجیب سره يو ځاى د دې لپاره شركت کړی وو چي غونډي ته د طرحي تفصيلات بيان او هغوى قانع كړي؛ د کارمل پلويانو شديد مخالفت او پر نجيب توندي نيوكي ئې ولیدلې؛ چي هغه ته ئې ويل: ته د دې طرحي په منلو له گوند سره خيانت كوې؛ د دې اجازه نه دركوو؛ بينن سيوان پوه شو چي نجيب نه يوازي د څه كولو توان نه لري بلكي ژوند ته ئې خطر متوجه دئ؛ فيصله ئې وكړه چي په خپلي ځانگړي الوتکي کي ئې له کابل وباسي؛ خو بخت ورسره ياري ونه کړه؛ هوائي ډگر ته تر رسېدو وړاندي؛ د گلم جمع ملیشو د دوى مخه ونیوله او ناچار شول د ملگرو ملتونو دفتر ته ستانه شول؛ نجيب په دې دفتر كي تر هغه پاته شو چي طالبان کابل ته ننوتل او په لومړۍ ورځ ئې نجیب له دې دفتر وايستو او له خپل ورور سره ئې يو ځاى د آریانا ترافیک په تمځي کي زيندۍ او په دار وځړول.
د نجیب خلاف کودتا د روسیې (KGB) او امریکا (CIA) گډ پلان وو چي د ایران او سعودي استخباراتو په كي خپله ونډه او دنده درلودله؛ د دې کودتا موخه یوې داسي ائتلافي جبهې ته د اقتدار انتقال وو چي له دريو قومي اقليتونو؛ تاجك، اوزبك او هزاره وو جوړه شوې؛ د پرچم گوند پاته شوني، د شوروي په خدمت كي گلم جم ملیشې، جمعيت اسلامي (شوراى نظار)، د ایران تر نفوذ لاندي حزب وحدت او نوري شيعه ډلي ئې غړي وو؛ د دې ائتلاف جوړولو په موخه د جمعیت مشر رباني؛ د رياض له لاري مسکو ته ولېږل شو؛ د كمونستانو له هيئت سره د روسانو په وساطت خبري وشوې، په كابل كي ائتلافي حكومت جوړول، د حزب اسلامي خلاف گډ جنگ او د کابل له شاوخوا د مجاهدینو په شا تمبول د ناستي اصلي اجندا وه.
که څه هم پر كابل مسلطو کمونستانو او ملیشو؛ د مجددي دوه مياشتنى او د رباني څلور میاشتنى حکومت ومنلو؛ خو اصلي ولسمشر د پرچمي مليشو قومندان (دوستم) وو چي نیمايي ارگ، ټول پوځي قطعات، امنیتي ځواکونه، استخبارات او د کابل امنیتي کمربند ئې په واک کي وو؛ مجددي او رباني به د هغه د ليدو لپاره جوزجان ته ورتلل؛ يوه ورته د خالد بن وليد لقب ډالۍ كولو او بل ورته ويل: تر خپل زوى هم ډېر راباندي گران يې!! دواړه په كابل كي د كمونستانو مېلمانه ول؛ غوښتل ئې د مجاهدينو خلاف خپل مخكينى جنگ د دوى تر نامه لاندي مخكي بوځي.
د روسيې، امريكا او د دوى پلوي هېوادو؛ ايران او سعودي؛ له پراخو مالي او نظامي ملاتړ سره سره، دا ائتلاف نه یوازي خپلو موخو ته ونه رسېدو بلکي په څلورو لويو عملیاتو کي ئې شرموونکې ماتي په برخه شوې؛ دغه بريدونه او د دوى مسلسل ماتي؛ د دې ائتلاف د شړېدو باعث وو؛ د ائتلافيونو تر منځ ئې خونړۍ نښتې راوپارولې؛ د كابل لويه برخه؛ په غرب او جنوب كي؛ د دوى تر منځ په همدې خونړيو جگړو كي وران شو؛ لومړی حزب وحدت له ائتلاف ووت، حزب اسلامي ته ئې د سولي پیغام ولېږو؛ مشر ئې چهار آسياب ته راغى، دا تعهد ئې وكړ چي نور به له رباني او ائتلاف ئې بېلېږي او د حزب اسلامي په خلاف به هيڅكله د هغه مرسته نه كوي؛ ورپسې جنبش له ائتلافه ووت او ورته ژمنه ئې وکړه.
۶- د رباني د توري واكمنۍ ټوله دوره په جگړو کي تېره شوه؛ لومړی ئې د حزب اسلامي خلاف له كمونستانو سره په جگړي كي ملگرتيا وكړه، بیا له حزب وحدت سره په خونړۍ جگړي كي ښكېل شو، بيا له خپل زوى دوستم او د هغه گوند جنبش سره، د ده خلاف ئې د عام جنگ فتوى هم صادره كړه؛ په پاى كي د هغو طالبانو په ضد چي ده به د سولي كوترو په نامه ستايل؛ د حزب اسلامي خلاف جگړي كي ئې د هغوى كلك ملا تړ كولو او په بوجيو او كارتنونو كي به ئې پيسې ورلېږلې؛ پنځه كلونه د طالبانو د لومړي حكومت په دوران كي له هغوى سره وجنگېدو او 20 كلونه د امريكايانو د اشغال په دوران كي. هغه هم د كمونستانو او ائتلافي حکومت د جگړو لپاره يو مذهبي پوښښ وو او هم د امريكا او ناټو لپاره یوه وسيله؛ حقيقت دا دئ چي د شوروي ځواكونو له وتلو وروسته؛ د ټولو جگړو مسئوليت د ده پر اوږو دئ، ځکه هغه د کمونیستانو او سیمه ییزو او نړیوالو استخباراتي کړیو په لاس کي یوه وسیله شو.
په دغه موده کي د هغه کړنې، ناكامه او پر قومي تعصب او تبعيض ولاړه حكومتولي، د مسکو ملگرتیا، له کمونیستانو او گیلم جم ملیشو سره ائتلاف، د حزب اسلامي په وړاندي جگړه مار سياست، د طالبانو خلاف نږدې 25 كاله جنگ؛ او د ده د ډلي اوسنۍ جنگي تگلاره او له امريكا او ناټو پر افغانستان د بيا بريد مكرره او شرمناكه غوښتنه، د پېښور تړون تر پښو لاندي كول، د دې تړون له مخې هغه باید له څلورو میاشتو وروسته واک یوه منتخب حکومت ته سپارلی وی — خو هغه تړون ئې مات کړ، په هرات کي ئې د (حل و عقد) په نامه جعلي او خندوونكې انتصابي غونډه جوړه کړه او په دې سره د جگړو د دوام باعث شو.
هغه په مسكو كي په بې دريغه او بې ساري توگه د پرېمانه افغاني بانك نوټونو په چاپولو سره له افغان مظلوم او جنگ ځپلي ولس سره دومره جفا او خيانت كړى چي د ټولو خائنو او وطن پلورو واكمنانو تور مخ ئې سپين كړ؛ د دې پیسو د چاپ مقدار او وېش په بشپړه توگه د مسكو په واك كي وو، يو مقدار به ئې روسانو په ډالرو اړولې او د خپل مخكيني پور تر لاسه كولو په نامه به ئې له ځان سره ساتلې، يوه برخه به ئې كمونستانو، مليشو او مسعود ته وركولې او وروستۍ برخه ئې رباني ته رسېدله!! ده به هم يوه برخه بانك ته سپارله او بله ئې په ډالرو بدلوله او بهرنیو بانکونو ته ئې لېږدوله، او په داخل كي ئې پر خپلوانو، د جمعیت پر غړو او ضمير پلورونكو ناافغانانو وېشله او د ناروا جگړو د تمویل لپاره لگوله. هغه ان تر دې پوري وړاندي ولاړ چي له امریکا ئې پر افغانستان د برید غوښتنه وکړه او كله چي بريد پيل شو او امريكا له B-52 د طالبانو پر مركزونو د بمونو ورول پيل كړل؛ ده له بي بي سي سره په مركه كي وويل: دا هسي زرگري جنگ دئ؛ كه امريكا په رښتيا جنگ كوي نو بايد غت غت بمونه ووروي!! (غټ غټ) ئې نه شو ويلى.
هغه له طالبانو، غربپالو او د ظاهر شاه له ملاتړو سره د پردې تر شا د دې لپاره ائتلاف وکړ چي د هغوى په مرسته د خپل غير قانوني او تحميلي حكومت د ړنگېدو مانع شي او طالبان له شا په كندهار، زابل، غزني، وردگ ميدان، لوگر او چهار آسياب كي د حزب اسلامي پر مجاهدينو بریدونه وکړي؛ او په كابل كي د ظاهر شاه په مشرۍ گډ حکومت جوړ کړي. خو هغه له دوى سره هم په خپلو ژمنو وفا ونه كړه؛ د طالبانو خلاف ئې د جنگ لار غوره كړه.
د طالبانو لومړی پنځه کلن حكومت؛ له پيل تر پاى؛ له جمعیت سره په خونړيو جگړو کي تېر شو؛ دا جگړي له کابل تر کندهار، هرات، بادغیس او له بادغيس د تخار تر خواجه بهاءالدین پوري په یوه لوري؛ او له کابل او پروان تر بغلان او کندز پورې په بل لوري رواني وې. له هغه ورځي چي طالبان کابل ته ننوتل بيا تر هغي ورځي چي دوی کابل پرېښود او کندهار ئې امریکایانو ته وسپارو، دا جگړه یوه ورځ هم ونه درېده؛ د دې اوږدې او خونړۍجگړي اصلي محرک د جبل السراج ائتلاف وو.
په دې موده کي افغانستان يو داسي ولسمشر درلود چي نه ئې مشخص دفتر درلود او نه هم آدرس، تل د تهران او کولاب تر منځ لالهانده؛ او بل امیر المؤمنین په کندهار کي— تر هغه چي ناټو کابل او كندهار ونیول، د دواړو واكمني ئې پای ته ورسوله؛ او رباني په پای کي د یوه ځانمرگي برید په ترڅ کي ووژل شو چي ویل کېده بریدگر ئې له طالبانو سره تړاو درلود.
۷- د اسلامي امارت ټوله لومړۍ دوره په بشپړه توگه له شمالي ائتلاف سره په اوږدو جگړو کي تېره شوه. حزب اسلامي هيڅکله نه غوښتل له طالبانو سره جگړه وکړي؛ په دې جگړي کي ئې هیڅ گټه نه لیده؛ هم ئې د خپلي نظامي تگلاري خلاف گڼله او هم ئې د خپلو فكري اصولو او لارښوونو خلاف؛ شمالي ائتلاف پراخ بهرني مالي، نظامي او سياسي ملاتړ درلود؛ روسیې، امریکا، هند، ايران، فرانسې، بریتانيا او اسرائیل د ائتلاف مرسته كوله؛ په داسي حال کي چي طالبان یوازي د پاکستان، سعودي عربستان او متحده عرب اماراتو له ملاتړ او رسمي پېژندني برخمن وو. خو د سعودي مرستي له هغه وروسته پاى ته ورسېدې چي طالبانو خپله هغه ژمنه عملي نه كړه چي د اسامه بن لادن د سپارلو په اړه ئې له رياض سره كړې وه؛ سره له دې چي په کابل كي د امارت د علماوو شورى په خپلي يوې نشر شوې پرېكړي كي له اسامه وغوښتل چي له افغانستان ووځي؛ په همدې ارتباط د امارت د بهرنیو چارو وزیر؛ سعودي ته له دې پیغام سره ولاړ چي دوی د اسامه سپارلو ته تیار دي؛ د سعودي د هغه مهال د استخباراتو مشر شهزاده ترکي الفیصل؛ په خپلي خاصي الوتکي کي؛ د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر متوکل سره کابل او بیا کندهار ته ولاړ؛ چي اسامه وروسپارل شي او سعودي ته ئې یوسي؛ خو طالبان په دې کار ونه توانېدل؛ دا ځكه چي اسامه دومره ځواکمن وو چي نه ئې نيول او سپارل آسان كار وو؛ او نه طالبان په داسي موقعيت کي چي دا كار وكړى شي. حقیقت دا دئ چي د شمالي ائتلاف خلاف جگړي كي طالبانو تر ډېره حده د اسامه په مالي مرستو او د ده وفادارو جنگیالیو په فعال او پرېكنده حضور تكيه درلوده؛ دومره چي په هري جگړي کي دوى د لومړۍ کرښي جنگیالي وو.
کله چي په امريكا كي د ۱۱ سپتمبر حيرانوونكي بريدونه تر سره شول؛ د طالبانو تر حمايت لاندي اسامه بن لادن په دې بريدونو كي په لاس درلودلو تورن شو؛ او طالبانو نه هغه سعودي ته وسپارو او نه امریکا ته؛ نو امریکا د زمكي او هوا له لاري پر افغانستان بريد وكړ؛ لومړی ئې د کروز توغندیو بریدونه وکړل، بیا ئې د 52B- الوتکو له لاري د طالبانو پر مرکزونو او مورچلو بمونه وورول؛ طالبانو په هيڅ ځاى كي هيڅ مقاومت ونه ښود؛ له هغي ورځي چي د امریکا لومړی توغندی د افغانستان لوري ته وتوغول شو؛ بيا تر هغي ورځي چي طالبانو کندهار پرېښود او په یوه خبري ناسته کي ئې رسماً امریکایانو او کرزي ته وسپارو، ټول دا بهیر یوازي پنځه اونۍ (۳۵ ورځي) ونيولې.
۸- تر دې وړاندي چي امریکا د افغانستان د نیولو لپاره خپل یرغل پیل کړي، له روسيې سره ئې د گډو عملیاتو داسي پلان جوړ کړی وو چي له مخي به ئې ۱۷ زره روسي سرتېرو د مزار او تخار نيولو عملیات کول او له نيولو وروسته به ئې شمالي ائتلاف ته سپارلو؛ د دې عملیاتو ټول لگښتونه به امریکا ورکول. د ملگرو ملتونو ځانگړي استازي اخضر ابراهیمي په سویس کي د افغانانو یوې غونډي ته ویلي وو: «مسکو او واشنگټن د گډو عملیاتو پلان لري؛ غوره ده چي په دې اورگاډي کي ځان ته ځاى ونيسئ او سپاره شئ!»
د سپتمبر تر ۱۱ مي وړاندي؛ ځينو هېوادونو چي په کي امریکا، روسیه، هند او ایران شامل وو؛ د طالبانو خلاف د شمالي ائتلاف مالي، استخباراتي او نظامي مرسته كوله؛ په ۲۰۰۰–۲۰۰۱ کلونو کي په مسکو، تهران، ډهلي او د تاجکستان پلازمېنه دوشنبې کي؛ د دغو هېوادو له لوري داسي پټي غونډي تر سره شوې چي موخه ئې د دې ملاتړ او حمايت په اړه د دوى تر منځ همغږي رامنځته كول وو. خو کله چي القاعده پر امریکا برید وکړ؛ نو امریکا خپل دریځ بدل کړ: له روسيې او ایران سره د محدودو پټو عملیاتو پر ځاى ئې د پراخ زمکني او هوايي برید پرېكړه وكړه؛ چي په دې كي به د شمالي ټلوالي او د ايران تر اغېز لاندي ډلو كرايي جنگياليو برخه اخيستله؛ عمليات به د امريكا تر مستقيم قيادت او قومندې لاندي تر سره كېدل؛ همداسي وشول؛ پر افغانستان له تسلط وروسته؛ همدې امريكايي اشغالگر ځواك ته د «نړیوال ترهگرۍ ضد ائتلاف» (ISAF) نوم وركړى شو چي مشري ئې ناتو (NATO) کوله او د ډېرو هېوادونو پوځيان په کي شامل وو.
۹- د بن غونډه:
امریکا لومړی د طالبانو حکومت نسکور کړ او لوی ښارونه لکه کابل او کندهار ئې ونیول؛ بیا ئې په بن کي د امریکا، بریتانیې، جرمني، ایران او روسيې استازي راغونډ کړل چي د اشغال د دور حکومت او جوړښت په اړه ئې گډ تصميم ونيسي؛ په دې حكومت كي روسيې او ایران او په دوى پوري تړلو ډلو ته تر نورو لويه برخه وركړى شوه او دا ځكه چي دوى د افغانستان په اشغال كي د امريكا ډېره او فعاله مرسته كړې وه؛ په دولت او كابينه كي تر اويا سلنه زياته برخه د دوى وه؛ مهم وزارتونه، د اردو او امنيتي ځواكونو په تركيب او مديريت كي پراخه ونډه، واليان او امنيه قومندانان، د فرقو او قول اردو قومندان؛ د دوى وو؛ كه څه هم د امريكا په ملگرتيا او د طالبانو د حكومت په ړنگولو كي د پاکستان ونډه تر روسيې او ایران نه يوازي كمه نه وه؛ بلكي له ډېرو اړخونو او په ډېرو مواردو كي زياته هم وه؛ خو له دې كبله ئې د بن په ناستي او د حكومتي كرسيو په وېش كي ئې ونډه او برخه له هيڅ سره برابره وه چي د طالبانو مؤسس او حامي گڼل كېدو.
بریتانیا په کلکه ټینگار کاوو چي ظاهر شاه بیا د پاچا په توگه راولي، خو ایران په دې اړه حساس وو؛ دا ځکه چي په افغانستان کي د سلطنت اعادې په ایران کي د رضا شاه پهلوي د بيا راستنیدو لپاره لاره هواروله؛ همدا راز ایران د تاجک رباني پر ځای د پښتون کرزي له ټاکل کېدو هم ناخوښ وو او د غیر پښتون سیرت ملاتړ ئې کولو؛ خو په راوړاندي كولو ئې موفق نه شو؛ سيرت د مخلوع پاچا استازی او له رياض بن ته راغلى وو؛ امریکا کرزی خوښ كړ؛ طبعاً هغه به غوره كېدو چي د افغانستان اصلي فاتح ئې تاج پر سر ورژدي؛ کرزي ظاهر شاه ته «بابا» ویل او د هغه د لاس ښکلولو لپاره به ئې سر ټيټولو. كرزى د موقت حكومت رئيس شو؛ او بيا ئې دوه ځله منتخب جمهور رئيس ترې جوړ كړ؛ خو د خپل لومړي دور رياست په دوران کي د ځواكمنو رقیبانو له لوري داسي محاصره شوى وو چي د هغوى له موافقې او رضايت پرته ئې هيڅ نه شو كولى؛ د دوى په وړاندي؛ په ځانگړې توگه د فهیم چي د ده دفاع وزیر او وروسته مرستیال وو؛ داسي وو لكه د باز او عقاب تر منځ په اوسپنیز قفس کي بنده مرغۍ؛ په پیل کي د ده امنيت په ارگ كي هم د شوراى نظار وسله والو په لاس كي وو، خو وروسته د یو شمېر گواښونو له امله په ارگ كي د ده امنيت امریکایي ځانگړو ځواکونو ته وسپارل شو؛ او امريكايي سپاهيانو او روزل شوو سپو به د ده امنيت ساتلو او ارگ ته تلونكي به ئې تلاشي كول!!
روسیې او ایران د رباني په مشرۍ د جبل السراج ائتلاف جوړ کړ چي څلور کاله ئې د حزب اسلامي خلاف جنگ كي په ټول توان طاقت حمايت كړ او پنځه کاله ئې د طالبانو خلاف؛ د دې ائتلاف نظامي، استخباراتي، مالي او تبليغاتي پراخ ملاتړ ئې وکړ، او بيا همدې مسكو او تهران؛ د طالبانو د رژیم په نسکورولو او د افغانستان په اشغال كي د امریکا بشپړه مرسته او ملگرتيا وكړه؛ او دا مرسته لږ تر لږه له 2001 تر 2014 م كال پوري روانه وه؛ خو وروسته او خاصتاً هغه مهال چي له طالبانو سره د امريكا پټ مذاكرات علني شول؛ د دوحې ناستي پيل شوې؛ او امريكا خپل مخكيني ملگري (مسكو او تهران) په خبرو كي شريك نه كړل؛ په يوه اړخيزه توگه ئې له طالبانو سره يوه معاهده لاسليك كړه؛ او په پاى كي ئې كابل طالبانو ته وسپارو؛ د نه خبرولو او نه شريكولو وجه له يوې خوا هغه اختلافات ول چي د امريكا او دغو دوو ملگرو تر منځ راولاړ شوي وو او له بلي خوا د دوى دواړو دا هڅي وې چي غوښتل ئې د امريكا خلاف؛ د شانگهای همکارۍ سازمان؛ بريكس (BRICS) په نامه نړۍ وال سيال او معارض ائتلاف رامنځته كړي؛ د دې تنظيم مؤسسين برازیل، روسیه، هند، چین او سویلي افریقا دي؛ دا 5 هېوادونه د نړۍ تر ۴۰٪ زیات نفوس احتواء كوي او شاوخوا ۲۵٪ نړیوال GDP جوړوي. سعودي عربستان، مصر، ایران، ایتوپیا او متحده عرب امارات ئې نوي غړي دي او تر ۳۰ زیات هېوادونه غواړي له بریکس سره یو ځای شي یا ورسره همکاري وکړي چي د ډالر او د لویدیځ مالي سیستم له انحصار ځان خلاص کړي. امریکا بیا د بریکس پیاوړتیا یا په کي د گډون هره هڅه د دښمنۍ عمل گڼي او نه ئې زغمي.
د طالبانو له حکومت سره د تعامل د څرنگوالي په اړه؛ مسکو او تهران له امريكا او نورو هېوادو سره گډ دريځ خپل كړى وو؛ ټولو په گډه دا پريكړه كړي وه چي په دې اړه به ئې دريځ او تگلاره يوه وي؛ او تر هغه به ئې په رسميت نه پېژني چي د دوى له لوري وضع شوي شرائط پوره نه كړي؛ خو د سوريې پېښي او ورپسې پر ايران د امریکا او اسرائیل گډ ستر برید؛ د دوی تر منځ د اختلافاتو چاود لا زيات پراخ او ژور كړ؛ په همدې لړ كي مسکو په يوه اړخيزه توگه پرېکړه وکړه چي د لومړي هېواد په توگه؛ د طالبانو سفیر په مسکو کي ومني او د طالبانو سپین بیرغ د زاړه درې رنگه بيرغ پر ځاى د سفارت پر بام ورپېږي؛ په دې هيله او طمع چي دا به د مسكو ځیني دردونه كم او تخفيف کړي.
خو ښکاره خبره دا ده چي دا هسي يوه سیاسي لوبه ده؛ نه بل څه؛ نه روسیه بدله شوې او نه ئې د افغانستان په اړه پخوانۍ تگلاره او سياستونه په واقعي معنى بدل شوي؛ د کوم حکومت رسمي پېژندنه یا نه پېژندنه؛ نه په تېر تاريخ کي د روسيې پر سياستونو او تگلارو څه اغېز درلود؛ او نه نن او تر دې وروسته؛ ومو ليدل چي روسيې پر خپل سیمه ییز کلیدي ستراتیژیک شریک (ایران) د امریکا-اسرائیل د خطرناک گډ برید پر مهال؛ دې هېواد ته شا کړه؛ له تشو خبرو پرته ئې بل څه ونه کړل؛ نه ئې ایران ته S-400 هوايي دفاعي سیستم ورکړ او نه SU-35 یا SU-57 جنگي الوتکي؛ ایران اړ شو چي د چین ۴۰ جنگي الوتکي J-10 وپېري.
پر ایران د امریکا د ستر برید په ارتباط د روسيې دریځ دومره منفعل او كمزورى وو چي ځینو څارونکو او شنونکو ان دا گومان وکړ چي ښایي مسکو او واشنگټن به د ایران په اړه په خپلو كي كومه معامله كړې وي!
ښايي روسيې به دا هيله درلوده چي دا اقدام به ئې ځيني نور هېوادونه هم بدرگه كړي؛ خو د دې هيلي خلاف نړۍ وال غبرگون داسي وو: د مسکو پرېکړي د هاگ نړۍ والي جزايي محکمې په دې پرېكړي سره بدرگه شو چي د طالبانو د مشر او ستري محكمې رئيس د نیولو پرېكړه ئې وکړه. ملگرو ملتونو د روسيې دا اقدام یو اړخیز وگڼلو، سپینې ماڼۍ، د امریکا د بهرنیو چارو وزارت او کانگرس؛ ټولو په کلکه د طالبانو د پېژندني هر ډول امکان رد کړ، د اوسنیو بندیزونو د دوام، د نورو نویو بندیزونو د لگولو او په امریکايي بانکونو کي د افغانستان د کنگل شویو شتمنیو پر كنگل پاته كېدو ئې ټینگار وکړ، ټرمپ یو ځل بیا وویل: «موږ د نړۍ تر ټولو لویه او ځواکمنه اډه؛ بگرام؛ چین ته وسپارله!» او دا خبره ئې په تېر نژدې يوه كال كي تر 30 ځله زياته كړې ده!!
اساساً د افغانستان په اړه د روسيې هر دريځ او پالیسي به تل د دې هېواد له ستراتیژیکو اهدافو سره تړلې وي. منځنۍ آسیا د شوروي اتحاد تر بشپړ کنټرول لاندي وه او د شوروي له ړنگېدو وروسته هم دا سیمه د مسکو د نفوذ په ساحه کي پاته شوه؛ په ځینو هېوادو لکه تاجکستان کي؛ د KGB پخواني غړي تر نن ورځي واکمن دي؛ په نورو کي ئې په حکومتونو کي پراخ نفوذ پر خپل مخكيني حال پاته دئ؛ دا د شوروي اتحاد د ماتېدو او متلاشي كېدو په ورځو كي د مسکو او واشنگټن تر منځ د یوه تفاهم برخه وه: چي روسیه به له ختیځي اروپا وځي، خو په منځنۍ آسیا کي به خپل فعال حضور ساتي؛ هغه وخت له واشنگټن دا خبره بیا بیا اورېدل کېدله چي «منځنۍ آسیا د شوروي اتحاد نرم اړخ (تشى) دئ؛ چي د افغانستان رادیکال اسلامي خوځښت له لوري گواښل کېږي؛ دلته د مجاهدینو اسلامي حکومت به سیمه بې ثباته کړي؛ له دې سيمي د شوروي ځواکونو وتل به د سيمي امنيت زیانمن كړي او خطرناک عواقب به ولري.» په بل عبارت؛ امریکا د شوروي اتحاد له ختمېدو او شړېدو سره سره؛ دا غوښتل او له مسكو سره ئې موافقه وكړه چي په مركزي آسيا كي د مسکو فعال حضور او نفوذ د مخكي په څېر دوام وکړي!
همدا راز مسکو اجازه نه ورکوي چي مركزي آسیا د افغانستان له لاري له جنوب او گرمو اوبو سره وصل شي او خپل گاز او تېل د افغانستان او جنوب له لاري بهر ته ولېږدوي؛ ځكه دا به ټوله سيمه د مسکو له بشپړي سلطې او ولكې وباسي؛ پر مسكو له اتكاء او له دې لاري له نړۍ سره له وصلېدو به ئې بې نيازه كړي؛ طبيعي ده چي روسیه به په هر حال او هر قیمت د دې مخنيوى كوي. دا به ډېره سادگي او سفاهت وي كه څوک داسي وانگېري چي روسیه به یوازي له دې امله خپل ستراتیژیک اهداف او مخكينى سياست پرېږدي چي اوس ئې د طالبانو سفیر په مسکو کي ومنلو!
د مسكو له لوري د امارت د سفير منلو به څه ارزښت وي چي د دې اعلان انگازه لا په فضاء كي نه وه ختمه شوې چي د روسيې خارجه وزير وويل: په افغانستان كي د ثبات لپاره ټول شمول حكومت ته ضرورت دئ! يعني د سفير منلو معنى دا نه ده چي مسكو د كابل حكومت له اوسني تركيب سره او د نورو قومي او سياسي ډلو له شاملېدو پرته په رسميت پېژني؛ مسكو د امارت سفير مني خو د تاجكستان له پلازمېني دوشنبې؛ د امارت د مخالفي وسله والي ډلي گواښونه خپرېږي؛ تاجكستان د مسكو په وينا دغه وسله وال مخالفين په خپلي غېږ كي پالي.
په دې اړه د ایران دریځ روسيې ته ورته دئ؛ د افغانستان له لاري؛ پاکستان او هند ته د مركزي آسیا د گاز او نفت انتقال؛ همدومره ايران ته د منلو وړ نه دئ؛ لكه مسكو چي ئې نه مني؛ پاكستان او هند د ایران لپاره د نفت او گاز دوه کلیدي ماركيټونه دي؛ تهران نه پرېږدي دا مهم او په زړه پوري بازارونه له لاسه وركړي؛ د ترکمنستان، افغانستان، پاکستان، هند پایپ لاین پروژي (TAPI) په وړاندي د ایران مخالفت او خنډونه راولاړول؛ د همدې محاسبې او تگلاري برخه ده. د دې پروژي د پلي كېدو خلاف او د مخنیوي لپاره ایران هيڅ راز هڅه نه ده سپمولې؛ په افغانستان کي د ناامنیو او جگړو پر دوام د ايران د پرېمانه پانگونو او له هر مخالف لوري سره ملتيا، كه دا شوروي وو او كه امريكا او ناټو؛ اصلي موخه او وجه همدا وه.
همدارنگه ايران ته په كابل كي داسي حکومت هم هيڅكله د زغملو نه دئ چي د ټولني قومي او مذهبي اكثريت؛ (سني پښتنو) په واك كي وي، په دې اړه ئې دريځ له دې فهمولى شئ چي کله د نجيب د حكومت د شړېدو په ورځ د حزب اسلامي ځواکونه کابل ته داخل شول؛ د ایران پخواني ولسمشر رفسنجاني د جمعې په خطبه کي وویل: «ايران به هيڅکله اجازه ورنه کړي چي حزب اسلامي پر کابل حكومت وكړي»
د پاکستان دریځ
پاکستان هم په كابل كي د يوه ځواكمن پښتون مشر اسلامي حکومت نه خوښوي؛ او داسي انگېري چي كېدى شي داسي حكومت؛ په پاکستان كي مېشت پښتانه له پاكستان بېلېدو او له افغانستان سره يو ځاى كېدو ته وهڅوي؛ له همدې امله ئې د افغانستان جمهوري رياست لپاره د غيرپښتون اقليتونو له منځه د مجددي او ربانې په څېر څېرې غوره كړې؛ د پاکستان د ISI یوه مشر؛ چي تبلیغي جماعت ته متمايل وو؛ د پاکستان پالیسي جوړوونکو ادارو ته په خپل تحلیلي راپور کي لیکلي وو: «په کابل کي د پښتون په مشرۍ یو حکومت د پاکستان په گټه نه دئ.» کله چي د حزب اسلامي ځواکونه کابل ته ننوتل؛ همدې جنرال؛ په پېښور كي د جوړ شوو ډلو مشرانو ته وویل: «پاکستان هيڅکله اجازه نه ورکوي چي حکمتیار پر کابل مسلط شي.» د دوى له منځه یوه ورته وویل:
( Please, General Sahib! do it: لطفاً جنرال صاحب! دا كار وکړه!)
حقیقت دا دی: تر هغه چي افغانستان داسي یو حکومت ونه لري چي د اکثریت ولس له آزادي ارادې راټوكېدلى او د ملت غوڅ اكثريت ئې حمايت كوي، او ځواکمن شورايي نظام ونه لري؛ تل به د بهرنیو سیالیو یو لوبڅی (د لوبو وسيله) او لوبغالى وي؛ نه به د کوم هېواد له لوري د هغه سیاسي استازو منل، نه بهرنيو مالي او نظامي مرستي او نه ډیپلوماټیک مانورونه وکولی شي د ریښتیني مشروعیت ځای ونیسي. که افغانستان د یوه عادلانه او قانوني نظام پر محور ملي او مذهبي یووالی ترلاسه کړي، نو د بهرنیو لوبغاړو تر ټولو خطرناکي دسیسې شنډولى او د فشار کړۍ ئې ماتولى شي.
همدا راز موږ باور لرو؛ تر هغه چي د هېوادونو تر منځ ډیپلوماټیک او سیاسي اړیکي؛ د رغنده او سالمو اصولو او ریښتیني عدالت پر بنسټ تنظيم نه شي او ناسالم رقابتونه او سیالۍ، كركجنه رياء او ټگماري، په ناولو اغراضو لړلي سياستونه تحريم نه شي او لري ونه غورځول شي؛ تر هغې به هيڅكله د هېوادونو تر منځ اوسنۍ ستونزې حل نه شي او د باور او اعتماد فضا به رامنځته نه شي. د دې رغنده او د عدالت پر بنسټ ولاړو اصولو ځیني دا دي:
• ځواکمن هېوادونه دې د کوچنیو او وروسته پاته هېوادونو په داخلي چارو کي له هر ډول غرضي لاسوهنو او مداخلاتو ډډه وكړي.
• د داسي حكومتونو له حمايت او له هغوى سره دوستانه سياسي اړيكو له پاللو اجتناب وشي چي په زور تحمیل شوي، غیر ملي، غیر منتخب، کودتايي، د پرديو لاس پوڅي؛ او استبدادي رژیمونه دي او کورنی مشروعیت نه لري.
• له هغو حكومتونو او نظامونو سره خپلي اړيكي شلول چي نژادپال او پر قومي توپيرونو ولاړ سياستونه او تگلاري لري.
له هر حکومت او رژیم سره د تعامل په ارتباط بايد دا بنسټیز شرطونه په کلکه مراعات شي:
۱- سیاسي او ټولنیز نظام ئې قانوني او د خپل ولس د اکثریت له ملاتړ برخمن وي.
۲- داسي ځواكمنه او باصلاحيته شورا ولري چي د ټول ولس د ارادې ریښتینی استازیتوب كولى شي او د ټولو ملي چارو په اړه د پرېکړو تر ټولو لوړه، بااختیاره او وروستۍ مرجع وي.
۳- داسي اساسي قانون ولري چي ټول ولس پرې سلا شوى، د ملي میثاق او تړون حيثيت ولري او د ټولني د هر غړي اساسي انساني حقوق تضمین کړي.
ځينو ته به دا هسي آرماني خبري برېښي؛ مخصوصاً هغو ته چي د ټولني هر حالت او هر نظام او حكومت ورته دائمي برېښي او تغيير ئې گران او محال گڼي!! خو كه همدا نن د ملل متحد اوسنى تنظيم؛ اصلاح كړى شي او د بدمستو جاه طلبو زبرځواكونو له بشپړي ولكې وايستل شي، د غړو عضويت ئې د همدغو شرائطو له مخي وي؛ پرېكړي ئې الزامي وي نه د نن په څېر فقط سپارښتني؛ هغه هم د زورواكو په اشاره؛ همدا ملل متحد به د نړۍ د ډېرو ستونزو د حل په اغېزمني مرجع بدل شي؛ خو متأسفانه نن د ملل متحد همدا ستر او نړۍ وال تنظيم، په يوه ناكاره، تش په نامه تنظيم بدل شوى او په مهمو قضاياوو كي نه يوازي هيڅ اغېز نه لري؛ بلكي د نتنياهو په څېر ستر وحشي، جنايتكار، د لسگونو زره ماشومانو او مېرمنو قاتل، د ټولي غزې ويجاړوونكى، دوه كاله پر له پسې او هره ورځ پر غزې او دوه مليونه مظلومو هستوگنو ئې بمونه او توغندي ورولي، هره ورځ ئې تر سل زيات بې وسلې انسانان په خپلو وينو كي رغړولي؛ ... سره له دې بې ساري جناياتو كولى شي د ملل متحد سټيج مخي ته ودرېږي او په تالار كي ځيني بد ضمير او له انساني عاطفې محروم حاميان ئې وينا ته لاسونه وپړكوي.
دا ښيي چي نن د هېوادونو تر منځ ډیپلوماټیک تعامل او سیاسي اړیکي تر ډېره حده پر ظالمانه، غير انساني، ناولو اغراضو، بدو موخو او ناسالمو سیاسي، اقتصادي او نظامي سیالیو ولاړي دي، پرته له دې چي وگوري د دوی مقابل حکومتونه رښتیا د خپل ولس استازیتوب کوي که نه، د یوه لږکي له لوري پر خلکو تحمیل شوي دي که د اكثريت په خوښه، په زور راغلي كه د ملت په رضاء، د خپلو ملتونو ارادې ته درناوی لري که نه، پرديپال دي كه ملتپال؛ دې ټولو ته له پام پرته؛ له هغوى سره د تعامل او دوستي لار غوره كوي؛ که داسي نه وای؛ او په سیاسي اړیکو او تعاملاتو كي پورتني اصولي او عدالت محور معیارونه مراعاتېدلی؛ نو نن به موږ په ټولي نړۍ کي هيڅ استبدادي، کودتايي؛ فرد محور او دیکتاتور رژیم نه لیدلی؛ داسي حکومتونه به له سخت نړۍ وال انزوا سره مخ کېدل او د ژوندي پاته کېدو او دوام توان او مجال به ئې نه شو موندلى.
حكمتيار