متوازن سیاست او د بمبار سیوری

اکتوبر 11, 2025 - 08:36
 0  64
متوازن سیاست او د بمبار سیوری


ملک سرور 

متقي، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر، د هند په لور د سفر تابیا وکړه؛ هغه هېواد ته چې د دوو لسیزو جګړه‌ییزو بادونو وروسته لا هم د افغانستان په سیاسي فضا کې د بې‌باورۍ بوی ترې خېژي. خو متقي دا ګام د جرئت او توازن تر نوم لاندې واخیست — د هغه توازن چې طالبان یې د “خپلواک سیاست” نښه بولي.
هند ته د متقي سفر یوازې یو دیپلوماتیک حرکت نه و، بلکې یو سیاسي پیغام و؛ پیغام د دې لپاره چې وښيي، افغانستان نور نه غواړي د یوه هېواد تر سیوري لاندې ژوند وکړي. د ده خبرې د “متوازن سیاست” تر شعار لاندې، د اسلام‌آباد او دهلي تر منځ د یوه نوي، خپلواک محور جوړولو هڅه وه.
خو د سیاست سټیج تل آرام نه وي. لا د متقي د سفر دوړې نه وې کښیناستې، چې د اسلام‌آباد د هوایي ځواک الوتکې د کابل پر فضا د “اخطار” وزرونه وغوړول. دا بمبار، که څه هم له رسمي خولې یې منل نه دي، خو د ژبني سیاست له مخې یو خاموشه ګواښ و — یو پیغام چې وایي:
“هر څوک چې له هند سره لاس ورکوي، باید د اسلام‌آباد له غضبه بې‌خبر پاتې نه شي.”
په دې توګه، د هند سفر او د پاکستان بمبار دوه بېلابېلې پیښې نه دي، بلکې د یوه سیاسي ډګر دوه څېرې دي؛ یو د نرمې ژبې ډیپلوماسي، بل د سختې ژبې فشار.
طالبان د “توازن” تر نوم لاندې د یوه نوی بهیر بنسټ ږدي، خو توازن هغه نازک مزی دی چې له دواړو خواوو د سقوط خطر ورسره تړلی وي. د هند خوا ته یو ګام، د پاکستان له لوري طوفان راپاروي؛ او د پاکستان خوا ته یو اشار، د هند باور له منځه وړي.
نو د متقي سفر او د اسلام‌آباد بمبار د یوه واحد حقیقت دوه انعکاسونه دي:
افغانستان لا هم د دوو اورونو تر منځ د یخې سیالۍ په لمبو کې نښتی دی،
او “متوازن سیاست” د بادونو په منځ کې د شمعې په څېر رپېږي.